شاته

د لویې جرګې خیمه کې د ډاکټر نجیب‌الله تلین ولې ونلمانځل شو؟

د افغانستان د پخواني جمهور رئيس ډاکټر نجیب‌الله پلویانو غوښتل چې د هغه ۲۴م تلین د لویې جرګې په خیمه کې ولمانځي خو ورته د دې کار اجازه ورنکړل شوه.

د پخواني جمهور رئیس نجیب‌الله د تلین مراسمو د جوړولو کمېسیون وايي د لویې جرګې په خیمه کې یې د غونډې جوړولو لپاره د افغانستان له حکومت څخه اجازه هم اخیستې وه خو د مراسمو له پیل څخه وړاندې "حکومت په شفاهي ډول" د لویې جرګې په خیمه کې د دغو مراسمو له ترسره کولو سره مخالفت وکړ.

د دغه کمېسیون رئيس احمد شاهین د شنبې په ورځ سپټمبر ۲۶مه (تلې پنځمه) امریکا غږ ته وویل: "په وروستۍ دقیقه کې احوال راغی چې په شفاهي هدایت، چې معلوم نه دی دا شفاهي هدایت چا ورکړی دی، د لویې جرګې خیمې دروازه یې زموږ په مخ وتړله".

د ښاغلي شاهین په وینا د افغانستان د قوانیونو په اساس د پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب‌الله د تلین لمانځل د هغوی حق دی او هغه کسان چې د دوی مخنیوی یې کړی دی باید تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې راوستل شي.

تېره ورځ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند په یو بیان کې چې د یو شمیر پخوانیو جهادي مشرانو لاسلیکونه هم ورباندې شوي وو له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د لویې جرګې په خیمه کې د ډاکټر نجیب‌الله د تلین د لمانځلو مخنیوی وکړي.

له نن څخه ۲۴ کاله وړاندې په همدې ورځ (تلې پنځمه) طالبان کابل ته راننوتل او د افغانستان پخوانی جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور شاهپور احمدزی یې د ملګروملتونو د سیاسي دفتر له ودانۍ راوایستل او له وژلو وروسته یې ارګ سره نږدې د اریانا په څلورلارې کې په دار وځړول.

د لویې جرګې د خیمې مخې ته تاوتریخوالی

وروسته له هغې چې د لویې جرګې په خیمه کې د ډاکټر نجیب‌الله د تلین د لمانځلو اجازه ورنکړل شوه سلګونو پلویانو یې اعتراض وکړ او غوښتل یې چې دغې خیمې ته دننه شي.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې ثابت احمدزي امریکا غږ ته وویل، کله چې د خیمې ساتونکو ورته د دننه کېدو اجازه ورنکړه د ډاکټر نجیب پلویانو د لویې جرګې د خیمې د دروازې مخې ته د هغه د تلین د لمانځلو لپاره تابیا ونیوله.

د ښاغلي احمدزي په وینا د خیمې مخې ته د غونډې له پیل یو ساعت وروسته د حزب اسلامي ګوند لسګونو پلویانو غوښتل چې دا غونډه اخلال کړي چې د دوی له کلک غبرګون سره مخامخ شول.

هغه زیاته کړه: "دوی پر موږ د کوتکونو ګوزارنه وکړل او موږ هم راپورته شوو او له هغوی څخه مو کوتکونه واخیستل، هغوی شپیته اویا کسان وو او موږ سلګونه وو نو ځکه مو هغوی بېرته پسې واخیستل".

د افغانستان د حزب اسلامي ګوند تراوسه په رسمي ډول د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

د دواړو خواو ترمنځ د اخ او ډب په مهال په سیمه کې د سپکو وسلو د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین امریکا غږ ته وویل چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د سیمې پولیسو هوايي ډزې کړي دي.