شاته

بشر حقونو کمېسیون: ۶۸.۶ سلنه نجونې غزني او ۴۵.۴ نور فاریاب کې له زده‌کړو پاتې دي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په غزني کې ۶۸،۶ سلنه او په فاریاب کې ۴۵،۴ سلنه نجونې چې د ښوونځیو په شرایطو برابرې دي له زده‌کړو بې‌برخې دي.

دغه کمېسیون په خپل تازه راپور کې چې 'غزني او فاریاب ولایتونو کې یې زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي' په نوم خپور کړی، ښيي چې یادو ولایتونو کې نجونې په لوړه کچه له ښوونې او روزنې بې‌برخې دي.

د دې کمېسیون راپور کې راغلي، نا امنيو، د دولت د حاکمیت نشتوالي، پر ټولنه حاکم باورونه، بې‌وزلي، د لارو لیرېوالی، د ښځینه ښوونکو نشتوالی او یو شمېر نور مسایلو په دې ولایتونو کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ په وړاندې خنډونه جوړ کړي.

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو مشر ذبیح‌الله فرهنګ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۲» وايي: "له بده مرغه د متعلمو نجونو په وړاندې چې غواړي زده‌کړې وکړي ډېرې ستونزې شته، لومړنی خنډ نا امني او جګړه ده، د جګړې او نا امنۍ فضا د هغو نجونو په وړاندې چې زده‌کړې غواړي بې‌شمېره محدودیتونه جوړ کړي دي."

د ناامنۍ ترڅنګ، ټولنه کې حاکم ناسم رواجونه، بې‌وزلي، د مسؤلینو نه‌پاملرنه، د امکاناتو نشتوالی، له ښوونځي تر کوره ډېر واټن، د مسلکي ښځینه ښوونکو نشتوالی او ځورونه له ښوونځیو د نجونو د محرومیت لاملونه ګڼل کېږي.

د دې راپور پر بنسټ، غزني ولایت کې ۷۶۶ زره ماشومان چې ښوونځیو ته د تګ په شرایطو برابر دي، له ډلې یې یوازې ۳۶۰ زره ښوونځیو ته ځي چې ۱۱۸ زره نجونې دي.

ارشیف
ارشیف

د دغو نجونو له ډلې یوه هم د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ اوسېدونکې سعدیه ده چې وايي، په ولسوالۍ کې د کلونو کلونو جګړو له امله له ښوونځي لیرې پاتې شوې ده.

سعدیه زیاتوي: "ما ښوونځی نه‌دی لوستی، خو غواړم چې ښوونځي ته لاړه شم. کلونه کېږي قره‌باغ کې جګړه روانه ده او ښوونځی نه‌شته، د قره‌باغ ټول هلکان او نجونې هیله لري چې ښوونځي پرانیستل شي."

سعدیه له دولت غواړي چې د دوی د سیمې امنیت ټینګ کړي ترڅو دا او همزولې یې ښوونځیو ته لاړې شي.

د افغانستان پوهنې وزارت بیا وايي، افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي چې له ډلې یې ۶۰ سلنه نجونې دي.

نوریه نزهت
نوریه نزهت

د دې وزارت ویاندې نوریه نزهت ازادي راډیو ته وویل، د نجونو ترمنځ د زده‌کړو پرېښودل یو ډول دود ګرځېدلی.

اغلې نزهت وايي: "هغه شمېر نجونې چې ښوونځیو کې دي، د فرهنګي خنډونو له امله زده‌کړې پرېږدي، ناامني او ناخوښ دودونه او اقتصادي فقر یې لاملونه دي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، دا راپور د مخامخ مرکو او د کتابتوني مطالعاتو پر بنسټ جوړ شوی دی.