شاته

باجوړ: افغانستان سره په پوله بريد کې د پاکستان پوځي سرتيری وژل شوی

د پاکستان پوځ ویلي په باجوړ کې د افغانستان سره په پوله د پورې غاړې نه په ترهګر بريد کې يو پوځي سرتيري وژل شوی دی.

پوځ ویلي دغه بريد تېره شپه شوی او 24 کلن سپاهي صابر شاه پکې وژل شوی دی.

پوځ په بيان کې ويلي، پاکستان تل د کابل سره د پولې د انتظام مسله راپورته کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کاريږي.

د افغانستان د لوري په سمدستي ډول دغه بيان ته غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

پاکستاني طالبانو پرون د ګل په ورځ په باجوړ کې د سروکۍ په کنډاؤ په بريد کې د دوه پوځي سرتيرو د وژنې دعوه کړې وه.

د پاکستان پوځ په 12م ستمبر ویلي ؤ د پاکستان او افغانستان په پوله دواړو غاړو ته د تشدد پېښې سېوا شوي او د دې مطلب دا دی چې د افغانستان د سولې عمل د پټلۍ څخه وغورځول شي.

د پاکستان پوځ په ټویټر ويلي ؤ د بده مرغه دواړو غاړو ته د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

د پاکستان پوځ ويلي ؤ هغه څوک چې د افغانستان د سولې عمل خرابوي دوی پاکستان او افغانستان به ورته په ګډه ماتې ورکوي.