شاته

د دوهم نړیوال جنګ د تباهۍ نه وروسته زیږېدلي د ملګرو ملتونو اداره دا وخت وېشل شوي دنیا ویني، رپورټ وايي 

ملګري ملتونه د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپل قیام ۷۵ کاله مراسم په داسې حال کې لمانځی چې دنیا د تقسیمونو ښکار ده، د کرونا وایرس خپور شوی، د دنیا اقتصاد کمزوريږي ، عدم مساوات زیات شوی او سیمه ییزۍ جګړې دوام لري.

د ملګرو ملتونو د ۷۵ کلیزې په مناسبت اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي که څه هم په اداره دا تنقید کېږي چې ډیرې خبرې یې نه عملي کیږي خو بیا هم ملګري ملتونه د دنیا یوازنی ځای دی چې ۱۹۳ غړي ملکونه یې رایوځای کېږي او د خبرو دپاره یو بل سره وېني.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې یا جنرل اسمبلۍ کلیزه غونډه چې پکې د ادارې هر غړی ملک برخه اخلي د نهې، سه شنبې، په ورځ شروع کېږي.

ای پي وايي که څه هم لکه د جنګونو د ختموولو غوندې مسلو کې د ملګرو ملتونو پرمختګ مایوس کن ګڼل کیږي خو بیا هم د قامونو او خلکو د رایوځای کوولو په لړ کې د ملګرو ملتونو حمایت موجود دی چې د موسمي بدلون په رنګ په اهمو مسلو غور دپاره د ژوند د مختلفو طبقو نه خلک په یو ځای کښېنوي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګټېرېس د جون په میاشت کې اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته په یوه مرکه کې د ملګرو ملتونو د تاریخ په اړه وویل چې د ادارې د قیام له امله چې د دنیا تر ټولو قوي ملکونو ترمنځ بیا جنګ نه دی شوی او اېټمي جګړې تر اوسه مخه نیول شوي ده. خو هغه ومنله چې اداره د وړو او منځنۍ کچې جنګونو په ختموولو کې ناکامۍ سره مخامخ شوي ده.

د ملګرو ملتونو د قیام اصل ورځ د جون په ۲۶ نېټه ونمانځل شوه. ۷۵ کاله وړاندې په دغه ورخ د ۵۰ ملکونو استازو د امریکې په سان فرانسسکو ښار کې د ملګرو ملتونو چارټر یا د قیام منشور لاس لیک کړو.
د ګل، دوشنبې، په ورځ دستوره کې به د ملګرو ملتونو چارټر د لاس لیک کېدو یادونه کېږي او د ادارې ۱۸۰ غړي ملکونو به د انټرنېټ دلارې درې درې منټه تقریرونه کوي.

ای پي وايي د ملګرو ملتونو د ۷۵ کال په دستورو کې هغه مشترکه اعلامیه هم شامله ده چې د ادارې غړو ملکونو د تاودو بحثونو وروسته منظوره کړې ده او پکې د ملګرو ملتونو د کامیابو او ناکامیو ‌‌ذکر شوی دی. په اعلامیه کې وېل شوي د ملګرو ملتونو دپاره د دې خبرې ضرورت نور هم زیات شوی چې د کرونا وایرس نه وروسته یوه داسې دنیا جوړه کړي چې پکې مساوات، همکاري او د دنیا تحفظ وي.

ای پي وايي په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د ناکامیو ‌‌‌ذکر څه په دا ډول شوی دی چې عدم مساوات مخ په زیاتېدو دی، غربت، لوږه، مسلح جنګونه، ترهګري، بې امني، موسمي بدلون او وباګانې وجود لري، غرېب او وروسته پاتې ملکونه اوس هم وروسته دي او ځینې خلک اوس هم مجبور دي چې د مهاجرت دپاره خطرناک سفرونه وکړي.”

۷۵ کلیزه د لمانځلو په مناسبت ملګرو ملتونو د جنورۍ په میاشت کې نظر پوښتنو یا سروی، د انټرنېټ او د نیغ به نیغ غوڼدو د لارې "ای ګلوبل کانورسېشن" یا یوه نړیواله مکالمه شروع کړه چې معلومه کړي چې خلک د مستقبل په اړه څه سوچ لري؟

د دغې مکالمې نتیجه د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان کړی شوې چې ترمخه پکې د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو د یو مېلین نه زیاتو خلکو برخه واخیسته.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس وویل په مکالمه کې برخه اخیستونکي خلک نړیوال اقتصاد کې بدلون، د کاربن ګېس په اخراج کې کمی، هر چادپاره د صحت د خېر ښېګړې انتظام، نسلي تعصب او د نسلې ناانصافۍ خاتمه، فېصله سازۍ کې شفافیت او د زیاتو خلکو شرکت، په نړیواله کچه همکاري، یو والې او د قامیت په سر یوازې په خپل سر د کارونو کوولو ردونه غواړي.”

د ملګرو ملتونو د مشر مشیر فبریزیو هاسچایلډ وویل په مکالمه کې د برخه اخیستونکي ۸۷ فیصد خلک ګڼي چې دنیا ته ورپېښ موجوده مشکلات د همکارۍ دلارې حل کېدلی شي.