شاته

خلیلزاد:افغان سولې دپاره پراخ نړیوال ملاتړ شتون لري،افغان خواړې باید دې فرصت څخه ګټه واخلي

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیلزاد ویلي دمذاکراتو دلارې افغانستان کې دیو سیاسي جوړجاړي اؤ سولې دپاره یو پراخ نړیوال ملاړتړ شتون لري اؤ افغان خواوې باید له دې بې ساري فرصت څخه ګټه واخلي.

د یکشنبې په ورځ په ټوئټر ښاغلي زلمي خلیلزاد لیکلي چې دملګرو ملتونو “دامنیت شورا اعلامیه د هغې لارې ملاتړ کوي چې خواوې اوس ورباندې دي، یعني د یو داسې سیاسي جوړجاړي موندل چې ټول افغانان پکښې وي او سیمه او نړیواله ټولنه یې په عمل او روحیه کې ملاتړي وي”

دملګرو ملتونو امنیت شورا دتیرې جمعې په ورځ افغانستان کې دسولې په اړوند قطر کې د روانو بین الافغاني خبرو هرکلی کړی ؤ اؤ دافغانستان په خپلواکۍ اؤ ملي یووالي یې ټینګار کړی ؤ.

په قطر کې د افغانستان څخه د ورغلي مرکچي پلاوي اؤ طالب مشرانو ترمنځ دشنبې د تیرې شنبې د ورځې نه بین الافغاني خبرې روانې دي چې ښاغلی زلمي خلیلزاد هم دغو خبرو ته ورغلی ؤ اؤ دخبرو دپیل نه یوه ورځ وروسته یې بیا پاکستان ته هم سفر کړی ؤ.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په داسې وخت کې چې په قطر کې د سولې بین الافغان خبرې روانې دي، افغان طالبان یې "ډېر سخت او ډېر چالاک" بللي خو وایي له هغوی سره یې د سولې تر تړون وروسته معاملات ډېر ښه روان دي.

رایټرز خبري ایجنسۍ وايي صدر ټرمپ چې د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو ته په دویم ځل امیدوار دی، دې ته لېواله دی چې په افغانستان کې د امریکې د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمولو دعوه وکړي.

د امریکې او طالبانو تر منځ د سږ کال په فرورۍ کې په قطر کې د سولې تړون لاسلیک شوی وو، چې د هغه په بنیاد امریکا به په دې شرط له افغانستانه خپل ټول ځواکونه د 2020م کال تر مې میاشتې باسي چې طالبان یې په افغانستان کې بهرنیو وسلوالو ته د ځای نه ورکولو شرط پوره کړي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ پخپلو خبرو کې وویل، چې له طالبانو سره یې د سولې تر تړون وروسته ډېر ښه بحثونه شوي دي او وایي چې نور غواړي له هغه هېواده ووځي، چې له امریکې اته زره مایله لرې دی.