شاته

عبدالله: قطر کې د سولې خبرو کې پايلو ته رسېدلي يو

عبدالله عبدالله پر سوله او خپلمنځي پخلاینې باور په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره راغبرګ کړ.

په قطر کې د بین‌الافغاني خبرو په پرانیستونکې غونډه کې د ښاغلي عبدالله پخلا کوونکې لهجې ځان ته پام اړولی و، خو اوونۍ لا تېره نه‌ده چې په هغو خبرو کې یې د لومړني بري خبر هم ورکړ.

عبدالله عبدالله چې د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۸» په کابل کې د برهان‌الدین رباني د نهم تلین غونډې ته غږېده، وویل چې له خبرو نه لومړنۍ نښې ډاډمنوونکې دي.

هغه زیاته کړه: "په تېرو ورځو کې مذاکراتي پلاوو خبرې درلودې، قدمونه اوچت شوي، پایلو ته رسېدلي اوس هم بحثونه روان دي، زه یقین لرم چې د خدای په مرسته به افغانان دې ارمان (سولې) ته رسېږي."

ډاکتر عبدالله عبدالله
ډاکتر عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله ویل، اوس د سولې لپاره فرصت رامنځته شوی چې باید سمه ګټه ترې واخیستل شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، هم چې غونډې غږېده پر سوله او پخلاینه ټینګار وکړ.

هغه په خبرو کې خپل مقابل لوری طالبان وهڅول چې د ده په وینا جګړې ته نه ووایي:

هغه زیاته کړه: "د یو افغان او افغانستان، یو نظام او یو واحد بیرغ لاندې را ټولېدل د دې لامل کېږی چې موږ هېڅ له لاسه ورنه کړو، څه چې د طالب او جنګیاليو په نوم دي، بېرته هېواد ته راستانه شي او د یو بیرغ لاندې په یو صف کې د سیاست، دین، جومات او مدرسې له لارې سیاست وکړو."

د ولسمشر ویاند امرالله صالح
د ولسمشر ویاند امرالله صالح

سیاستوالو د جګړې د درېدو له پاره اوربند یو ځل بیا د یوه مهم ګام په توګه یاد کړ، هغه څه چې طالبانو ورسره تر اوسه لا هوکړه نه‌ده کړې. د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل چې د اور بندېدا، د پخلاینې لار ژر پرانستلی شي.

هغه زیاته کړه: "له دواړو غاړو زموږ غوښتنه دا ده چې کله چې مذاکرات پیل کړل اوربند ته دې مخه کړي، وینه تویول او ورور وژل بند کړي، څو سولې او مذاکراتو ته فضا برابره شي."

د جمعیت ګوند مشرتابه کې د برهان الدین رباني ځایناستي او زوی ، سره له دې چې د سولې هڅې وستایلې، خو د سمبالښت اوسنۍ بڼه یې نیمګړې وبلله.

صلاح الدین رباني
صلاح الدین رباني

د افغانانو خپلمنځي خبرې په کوچنیو ډلو کې، له تېرې شنبې راهیسې په دوحه کې روانې دي او ټاکل شوې د جمعې ورځې تر وقفې وروسته، سبا له سره پیل شي.

د افغانستان د پخوانی ولسمشر او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په ۲۰مه، په کابل کې د سولې د یوه قاصد له لوري په انتحاري حمله کې ووژل شو او وروسته د وخت ولسمشر حامد کرزي د سولې د شهید نوم ورکړ.