شاته

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا زیات تجارت دپاره د بلوچستان بادیني ټرمینل پرانېستل شو

د پاکستان د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان نن د شورو/چهارشنبې په ورځ د بادیني ټرېډ ټرمینل یا تجارتي لاره پرانیستله چې په دې سره تمه کیږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کې سهولتونه زیات کړی شي.

د بلوچستان انتظامیې د یو بیان په جالي کولو سره ویلي دي چې د دې تجارتي ټرمینل د پرانېستې دستوره، د فرنټیئر کور تر نظر لاندې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه بادیني کې جوړه شوې وه او په دستوره کې د انتظامیې د چارواکو او د تاجرانو د استازو نه علاوه، د پوځ جګپوړو افسرانو هم برخه لرله.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان د دې سرحدي دروازې د پرانیستې په مهال پخپلې وینا کې وویل چې د بادیني تجارتي لاره به نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت ته وده ورکړي، بلکې تر وسطي ایشیا پورې به تجارت پراخ کړی شي او په دې سره به د پاکستان د مصنوعاتو په برامداتو کې هم اضافه راشي.

په بیان کې دا هم راغلي چې د بادیني تجارتي لارې له برکته به د بلوچستان په قلعه سیف الله او نورو ګاونډیو ضلعو کې د سړکونو، بجلۍ او د ټیلیفونونو سهولتونه هم میسر شي.

وزیراعلی جام کمال خان د تجارت ایوان نمایندګان دې ته وهڅول چې د افغانستان له تاجرانو سره ښه تعلقات جوړ کړي او افغانان دې ته وهڅوي چې د بادیني تجارتي لارې نه پوره ګټه واخلي.

یاده دې وي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ټولو لویې سرحدي دروازې، تورخم او چمن - سپین بولدک دي، خو تر څنګ یې یو شمېر نورې وړې او لویې لارې هم موجودې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ورباندې تجارت مخ ته وړل کیږي.

د جولائي په ۱۲مه، پاکستان له افغانستان سره دوه نورې تجارتي لارې هم پرانېستلې چې یوه یې د جنوبي وزیرستان سره پرته د انګورو اډه لاره، او بله یې د کورمې ضلعې سره پرته د خرلاچي سرحدي لاره ده.

یاده دې وي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت کچه په دې وروستیو کلونو کې راښکته شوې ده او په خصوص په دې تېرو څو میاشتو کې د کرونا وایرس وبا له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت هم اغېزمن شوی دی.

علاوه د دې نه، د سوداګرانو او ټرانسپورټرانو ترمخه په تورخم سرحدي لارې باندې د چارواکو له اړخه د غير ضروري خنډونو د لاسه، له افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت ډېر کم شوی دی.

د سوداگرانو د شميرو ترمخه، په تورخم سرحدي لارې باندې د افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت څه کم څلور اربه ډالرو ته رسېدلی و، خو اوس نهه سوه کروړه ډالرو ته راغورځېدلی دی.

دوی وايي د کرونا وبا نه مخکې دغه مشکل نه وو، خو اوس ايکسپورټ او ايمپورټ د تېر وخت په نسبت، ډېر لاندې راغورځيدلي دي.

سوداګران او ټرانسپورټران وايي د وزيراعظم عمران خان له خوا تر سره شوي اعلان باندې اوس هم په مکمله توګه عمل نه دی شوی په کوم کې چې ويل شوي وو تورخم لاره به اوس ۲۴ ساعته تجارت لپاره پرانېستې پاته وي.