شاته

د سالي سمندري طوفان امریکا ته ورسید

د امریکا د هوا پیژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی چې د سالي په نامه سمندري طوفان به د چهارشنبې په‎ ورځ سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۶) د امریکا د متحده ایالاتو د خلیج په سواحلو کې د سختو او خطرناکو سیلابونو سبب شي.

دغه اداره وایي چې د چهارشنبې سهار وختي زورور باد له سمندر څخه د الاباما ساحلي ښار وچې ته ننوت چې د باد سرعت په ساعت کې ۱۶۵ کیلومتره و. دې ډول سخت باد ته دوهمه کتګوري طوفان ویل کیږي چې ویجاړۍ رامنځ ته کولای شي.

د طوفان ملي مرکز د میسیسپي-الاباما له سرحد نه نیولې د فلوریدا ایالت تر شمال پورې سیمې ته د طوفان خبرداری ورکړی دی.

د هوا پیژندنې اداره وایي د چهارشنبې د ورځې په اوږدو کې به دغه سیمه له ۲۰ څخه تر ۳۰ سانتي متره بارانونو سره مخامخ شي او لرې پرتو سیمو کې ښایي ۸۸ سانتي متره بارانونه وشي چې «تاریخي او غمیز» سیلابونه به اوسي.

همداشان په ویرجینیا او په شمالي او جنوبي کارولینا ایالتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی دی.

د اټکل له مخې د سالي طوفان ښایي د چهارشنبې په ورځ او شپه په فلوریدا، جنوبي الاباما او جنوبي جورجیا ایالتونو د بوړبکیو د رامنځ ته کیدو سبب شي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د لویزیانا، میسیسپي او الاباما ایالتونو په ځینو برخو کې بیړنی حالت اعلان کړ او په خپل تویټر کې یې ولیکل چې ددې سیمو اوسیدونکي باید ایالتي او محلي مشرانو لارښونو ته پام وکړي.