شاته

هند کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر له ۵ میلیونو واوښت 

د هند د روغتیا وزارت وایي پدې هیواد کې د کروناویروس د مثبتو پیښو شمیر له پنځو میلیونو څخه واوښت.

هند چې ۱.۴ میلیارډ نفوس لري او د امریکا د متحده ایالاتو وروسته د کروناویروس د زیاتو پیښو په لرلو سره په نړۍ کې دوهم هیواد شو.

دا هیواد د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې د پنځو میلیونو پیښو له سرحد نه واوښت چې ددې هیواد د روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۰۱۲۳ نویو مثبتو پیښو او د ۱۲۹۰ مړینو خبر ورکړ.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې اوس په هند کې ۵۰۲۰۳۵۹ کسان په کروناویروس اخته شوي او ۸۲۰۶۶ کسان له دې وجې مړه شوي دي.

په هند کې د سپتمبر له پنځمې نیټې راپدیخوا یعني په تیرو ۱۱ ورځو کې یو میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

هند د کروناروس د وبا د رامنځ ته کیدو په لومړیو کې د مارچ په میاشت کې سخت محدودیتونه ولګول او هیواد یې قرنطین کړ او ټول اقتصادي فعالیتونه په ټپه ودریدل. د کروناویروس دغه نوې څپه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې دې هیواد په تدریجي توګه محدویتونه لرې کړل.

د امریکا متحده ایالات د کروناویروس د ۶۶۰۶۲۹۳ پیښو په درلودلو سره په نړۍ کې لومړی هیواد دی. تر اوسه په متحده ایالاتو کې ۱۹۵۹۴۷ کسان د کروناویروس له وجې مړه شوي دي.