شاته

کندز کې جګړه د ښار څنډو ته مخ پرغځیدو ده.

په کندز کې د جګړې اوومه ورځ ده، نن له سهاره راپه دیخوا د ښار شرق لور ته د کنډک عنایت په سیمه کې پر مخالفینو د هوايي قواو بمبار جریان درلوده.

د ښار له جنوب لوري څخه ښار ته دموټرو تګ راتګ زیات شوی او ګنه ګوڼه مخ پر زیاتیدوه ده، پخوا د کندز د ښار مرکزي چوک ته تګ ستونزمن و، خو اوس د چوک په سر موټروانان د بغلان، تخار او نورو ولایتونو د سورلیو چیغې وهي.

د ښار په مرکزي چوک کې سرتیري د ښار شمال لورته سل متره مخکې تللي او د حیدري مارکیټ په مخ کې یې ټانکونه درولي، یو نیم ملکي وګړی تګ راتګ کوي، خو نظامي کسان ښکاره نه شي ودریدلی.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش وايي چې جګړه د ښار څنډو ته رسیدلی ده او نن یې خپله د ازادۍ په سرک، د سپین زر په چمن کابل بندر او د پولیسو لومړۍ حوزې ته سر ښکاره کړی دی.

هغه وايي چې جګړه لا هم جریان لري خو مخالفین نور د مقاومت توان نه لري.

دانش زیاتوي چې په روانه جګړه کې چې تیره دوشنبه پيل شوې تر ننه پورې تقریبا ۲۰۰ تنه مخالفین وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه وویل چې د کندز پر ښار باندې دا ځل تقریبا تر ۴۰۰ زیاتو وسله والو طالبانو برید کړی و.

د روانو جګړو له امله د کندوز له ښار څخه تقریبا شل زره (۲۰۰۰۰) کورنۍ شاوخوا ولایتونو ته تللي دی، په دغه جګړه کې د کندوز ښار سوداګریز مارکیټ، د قالینو پلورنځي سوځیدلي دي.

نن هم د کندوز ښار په غرب سیمه کې د لرګیو سرای اور اخیستی چې لوګي له لرې څخه ښکاریږي، د ښار د ودانیو ښیښې ماتې دي او لا هم هغه کورنۍ چې په تیرو اوه ورځو کې په کورونو کې بند پاتي وو کوښښ کوي چې له ښاره کورونه او ماشومان وباسي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.