شاته

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر ماموريت نړېوالې تبصرې

بزنس انسايډر:

انلاين خپرونې بزنس انسايډر افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پوځي ماموريت د ۱۵ کلونو د پوره په مناسبت لېکنه خپره کړې ده.

له دې ليکنې سره د دې جګړې اړوند ١٥ عکسونه هم خپاره شوي چې د جنګ صحنې په کې انځور شوي او امريکايي پوځيان د ماموريت په جريان کې په کې ښکاري.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د ٢٠٠١میلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې د ٢٠١٤میلادي کال تر ډیسمبر پورې د امريکا او ناټو ځواکونو په افغانستان کې جنګي ماموريت پرمخ بېوه.

د ليکنې په حواله، وروسته له هغې چې د ٢٠١٤میلادي کال په پاى کې په افغانستان کې د نړيوالو جنګي ماموريت پايته ورسېد، افغان امنيتي ځواکونه کمزورۍ لري، وسله‌والو طالبانو د جنګ په ډګر کې خپلو لاسته راوړنو ته ادامه ورکړې ده.

دا مسئله د دې سبب شوه چې امريکا په افغانستان کې خپل ماموريت ته ادامه ورکړي.

د بزنس انسايډر خپرونې په ليکنه کې وړاندې راغلي، دا مهال په افغانستان کې نېږدې ۱۰ زره امريکايي پوځيان دېره دي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په پام کې لرل په ٢٠١٧میلادي کال کې يې شمېر ٥٥٠٠ ته راکم کړي، خو د وسله‌والو طالبانو له درکه موجوده ګواښ د پلان د بدلېدو سبب شو، اوس به د راتلونکي ميلادي کال په پاى کې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ٨ زره او ٤٠٠ ته ورسول شي.

د خپرونې په ارقامو کې ويل شوي چې د ٢٠١٤میلادي کال تر پاى پورې په افغانستان کې درې نيم زره بهرني پوځيان وژل شوي او ٣٣زره نور ټپيان شوي دي چې په وژل شويو کې ٢٤٠٠ او په ټپيانو کې شل زره يې امريکايان دي.

د بزنس انسايډر په ليکنه کې وړاندې راغلي، امريکا له ٢٠٠١میلادي کال راهيسې د افغانستان پر بيارغونې ١١٠ مليارده ډالره لګولي دي. دا تر هغه مارشال پلان تر بودجې زياتې پيسې دي چې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د اروپا پر رغونې لګول شوې وې.

سټارس اينډ سترايپس:

سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼې د افغانستان په ختیځ کې د دوو امریکايي پوځیانو د ژوبلېدو خبر خپور کړی او لیکلي یې دي چې دا دوه سرتېري د شنبې په ورځ یعنې پرون په ننګرهار ولایت کې هغه وخت ټپیان شول چې په لاره کې یې بم وچاودېده.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت وویل چې دا پوځیان د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال ټپیان شوي دي.

تر دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالي کې یو امریکايي پوځي په ورته پېښه کې ووژل شو.

د دغه امریکايي پوځي د وژلو مسؤلیت د داعش یا اسلامي دولت وسله‌والو سختدریځې ډلې په غاړه واخېست.

سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼه د مطلب په دوام زياتوي، د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت په نوم د ډلې غړي له وسله‌والو طالبانو څخه بېل شوي کسان دي.

ورځپاڼه د ننګرهار د اوسېدونکو په قول وايي چې ولایت یې په وروستیو کې په نسبي ډول زیات ناامنه شوی او دا په داسې حال کې ده چې والي یې هم په وروستيو ورځو کې استعفا کړې ده.