شاته

پېښور کې احمدي په ډزو وژل شوی

په پېښور کې تېره شپه د احمدي ډلې سره تعلق لرونکی یو تن نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی، احمدي ډلې د دغه تن د وژنې پخلی او غندنه يې کړې ده.

د احمدي ډلې وياند سليم الدين الدين په وېنا 61 کلن معراج احمد د مذهبي کرکې په بنياد وژل شوی دی، هغه ويلي تېره شپه نهه بجې هغه د خپل مېډېکل سټور نه کور ته تلو په لاره کې نامالومو کسانو وژلی دی.

د معراج احمد کورنۍ د پېښې په اړه د ډېر څه ويلو نه ډډه کړې یواځې دومره يې ويلي چې د چا سره يې شخصي دښمني نه وه.

د وژنې د يادې پېښې مقدمه د پېښور په شاقبول تاڼه کې درج کړی شوې ده.

د پېښې پلټونکي افسر ابراهيم خان وي اوای ډيوه سره په خبرو کې ویلي، دوی د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي مالومات رايوځای کوي او که څوک يې په دې پېښه کې ګرفتار کړه، د وژنې علت به مالوم شي.

په پېښور کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې دوه اوونۍ وړاندې په (29م جولايي) د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی طاهر احمد نسیم په عدالت کې دننه په ډزو وژل شوی ؤ.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د خپل وګړي (طاهر احمد نسيم) وژنه غندلې وه.

امريکا په پاکستان غږ کړی ؤ چې په سمدستي ډول دې داسې ګامونه واخلي او اصلاحات دې وکړې چې په راتلونکي کې دغه رنګ پېښې نورې ونه شي.

بلخوا د يادې پېښې وروسته په پېښور کې د مذهبي ډلو لخوا د دغه تن په حق کې لاريونونه هم وېستلی شوي چا چې په عدالت کې په طاهر نسيم ډزې کړې وې.

په پاکستان کې د دغه ډول د پېښو په اړه د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي،

"د داسې پېښو پلټنې پکار دي او که دا په مذهبي بنيادونو وي بيا خو بالکل غلط کار دی ځکه چې د پاکستان ائین اقليتونو (لږکيو) ته خپل حقوق ورکړي او داسې قسم اقدام ته جواز نشته او که چرته ذاتي دشمني هم وي بايد چې دا مسلې په عدالتونو کې حل شي".

احمدي ډلې د وژل شوي تن په پېښه کې د ککړو کسانو نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.