شاته

حکومت د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پروژې جوړوي

تر هغې وروسته چې په بروکسل کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو لخوا د څلورو کلونو لپاره د ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه، د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست ډاډ ورکوي چې ژمنه شوې د خلکو له اړتیا سره سم مصرف کړي.

اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د امریکا غږ خبریالې، برښنا امرخیل سره په مرکې د طالبانو لخوا د کندز ښار د ځینو برخو نیولو ته هم اشاره کوي او وایې چې کندر کې حالات باید له پوځي او امنیتي اړخ څخه وڅیړل شي.

د عبدالله په وینا طالبانو د ملي وحدت حکومت په راتګ سره خپل ټول پام پر ننګرهار، کندز او هلمند ولایتونو متمرکز کړی و.

له اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله سره بشپړه مرکه دلته لیدلئ شئ.