شاته

غني: پاکستان دې له ځانه وپوښتي چې په افغانستان کې څه ډول حکومت د دوی په ګټه دی؟

د افغانستان د امن پروسې په لړ کې او د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې چې ټاکل شوې ده په آینده ورځو کې پیل شي، افغان ولسمشر، محمد اشرف غني وایي پاکستان ته په کار ده چې په افغانستان کې د خپل اثر رسوخ او ګټو په اړه له ځانه ځیني مهمي پوښتنې وکړي، او دا وګوري چې څه ډول افغان دولت به د پاکستان په ګټه وي.

صدر غني چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ټیلي کنفرانس له لارې د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په نوښت یو جوړ شوي آنلاین بحث کې خبرې کولې، وویل چې یو با ثباته افغانستان به د پاکستان په ګټه وي او که افغانستان کې حالات خراب شي، نو زیات بد اثرات به یې پر پاکستان راشي.

پاکستان لا د ولسمشر غني دغو څرګندونو ته څه جواب ندی ویلی، خو وړاندې تر دې، پاکستاني چارواکو اکثره پخپلو بیانونو کې دا ویلي دي چې هغوی په افغانستان کې سوله غواړي او یو امن افغانستان، د پاکستان په ګټه دی.

افغانستان ولسمشر وویل چې پاکستان دې دا پوښتنې له ځانه وکړي چې:

"اول، آیا د طالبانو په مشرۍ یو حکومت به د پاکستان په ګټه وي؟

دویم، د کوم ډول حکومت ترمشرۍ لاندې به افغانستان وکړی شي چې له دوو نه تر څلور میلینه مهاجرو وطن ته د راستنیدو فرصت برابر کړي؟ دا مهمه پوښتنه ده.

درېیم، څه ډول یو حکومت به وکړی شي چې اتصال لویې ګټورې منصوبې پلې کړي؟"

ولسمشر غني زیاته کړه چې پاکستان دې دغه ټکي ته هم نظر وکړي چې که په افغانستان کې حالات له قابو ووځي او لا پسې خراب شي، نو اثرات به یې پر پاکستان څه وي؟ د ښاغلي غني په باور، " پاکستان هغه ملک دی چې که خدای مکړه په افغانستان کې حالات خراب شي، نو تر ټولو نورو ملکونو به یې بداثر په پاکستان راشي."

افغان صدر محمد اشرف غني، په آنلاین بحث کې چې د افغانستان دپاره د امریکا پخوانی سفیر جېمز کنېنګهم یې کوربه و، دا هم وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه د غریبۍ له ستونزې سره مخ دي او باید دې ټکي ته هم پام وشي. هغه وویل، "لکه څنګه چې وزیراعظم عمران خان او ما دواړو د یوې اصلي ستونزې په توګه د غریبۍ په له منځه وړلو ترکیز کړی دی، مونږ به د دې کار ترسره کولو دپاره څه ډول کاري چوکاټ ته ضرورت ولرو؟ البته د کرونا وبا، د اقتصاد کمزوره کېدل، او نورو مسایلو ته په پام سره."

د سولې د پروسې په اړه د غني څرګندونې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د لویې جرګې د سپارښتنې وروسته، تېره ګل/دوشنبې په ورځ د هغو شاوخوا څلور سوه طالب قیدیانو د خلاصون امر وکړ چې د طالبانو په پنځه زره کسیز لیست کې شامل و او پر آزادېدو یې جنجالونه روان و.

صدر غني د زیارت په ورځ د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په نوښت آنلاین بحث کې وویل چې تر اوسه پورې، په افغان حکومت باندې ډېر سخت فشار راته او درخواستونه ترې کېدل. اوس دا حالت تغییر کړی دی، ځکه حکومت ګني اړین ګامونه واخیستل او اوس طالبانو پورې اړه لري چې څه کوي.

د پنځه زره طالب قیدیانو په خوشې کېدو سره، اوس تمه ده چې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي
د پنځه زره طالب قیدیانو په خوشې کېدو سره، اوس تمه ده چې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي

ښاغلي غني د امن په پروسه کې د آینده ګامونو په اړه وویل چې ډزبندي او په سیاسي چوکاټ باندې خبرې به دوه مهم مسایل وي. د هغه په وینا، "د تشدد کچه ډېره لوړه پاته شوې ده، اوس چلینج دا دی چې وکړای شو ژر تر ژره یو سرتاسري اوربند (ډزبندي) ته ورسیږو، او وکړای شو پر یو سیاسي چوکاټ باندې خبرو وکړو چې په هغه سره طالبان وکړای شي افغان ټولنې او افغان سیاست کې راګډ شي.

افغان ولسمشر دا ټینګار وکړ چې که طالبان په دې خیال کې اوسي چې غلبه وکړي، نو افغان ټولنه به هغوی ونه مني. هغه دا هم وویل چې افغانانو سره، د امریکایي مرکچیانو غوندې بېړه یا عجله نشته. د هغه په وینا، "د طالبانو او امریکاییانو د مذاکراتو برخلاف چې په هغو کې به طالبانو ویل، مونږ سره وخت شته او امریکاییانو سره وخت نشته، نورو افغانانو سره هم ټایم یا وخت شته. کیدای شي د دې وخت نه ګټوره استفاده وشي، چې مونږ ټول همدا هیله لرو، یا دا چې په ورانکارۍ وکارول شي. تاریخي مسئولیت او ګام اخیستل، اوس په طالبانو پورې اړه لري."

له جيلونو نه د پنځه زره طالب قیدیانو د خلاصون په اړه، صدر غني وویل دا کسان ممکن خطرناکه ثابت شي. افغان ولسمشر پخپلو خبرو کې د طالبانو د پنځه زره کسیز لیست په اړه وویل، "دا لیست مونږ، تاسو، او نړۍ ته ممکن خطرې پېښې کړي، ځکه په دې کې د مخدره موادو کاروباریان او خطرناکه مجرمین شامل دي. دا خبره زمونږ له ټولو اتحادیانو سره شریکه شوې ده."

کله چې له ښاغلي غني نه د آینده حکومت د څرنګوالي او د نظام د بدلون په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه وویل چې افغانستان ځان ته اساسي قانون (آیین) لري او د ترمیم دپاره یې ښکاره میکانیزم وړاندې کړی نو په آئین کې هر ډول تغییر راوستل، د افغانانو په ارادې پورې اړه لري.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.