شاته

عربي متحده اماراتو له اسرایل سره ډپلوماټیکې اړیکې جوړې کړې

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډانلډ‌‌ ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې عربي متحده اماراتو او اسرایلو په دې موافقه کړې چې ډپلوماټیکې اړیکې به جوړوي.

دا پرمختګ د هغه تړون یوه برخه ده چې اسرایل له دې منع کوي چې په لویدیځه غاړه کې قبضه کړې سیمه چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکي دولت لپاره غواړي له خپلې خاورې سره یوځای کړي.

له دغه اعلان سره عربي متحده امارات په خلیج کې لومړنۍ عرب هېواد او په ټوله کې دریم عرب هېواد شو چې له اسرایلو سره ډپلوماټیکې اړیکې جوړوي.

تر اوسه پورې مصر او اردن یواځیني عرب هېوادونه وو چې له اسرایلو سره یې فعالې ډپلوماټیکې اړیکې درلودې.

ټرمپ د درې واړو هېوادونو ګډه اعلامیه ټویټ کړې او بیا وروسته یې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې ویلي چې دا په رښتیا هم یوه تاریخي شېبه ده.

کله چې امریکا غږ له ټرمپ څخه وپوښتل چې ایا د اسرایلو لخوا له خپلې خاورې سره د فلسطینیانو د ځمکې د یو ځای کولو ملاتړ کوي نو ټرمپ په مستقیمه توګه ځواب و نه کړ او وویل، "مونږ له اسرایلو سره په دې اړه اوس خبرې کوو."

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو وروسته خبریالانو ته وویل، که څه هم ټرمپ له هغه څخه غوښتي دي چې د لویدیځې غاړې د یوځای کېدو پلانونه دې پرېږدي او ځنډېدل هم خو کنسل شوي نه دي.

ټرمپ زیاته کړې، اوس چې لاره پرانېستل شوې ده نو زه تمه لرم چې نور عرب او مسلمان هېوادونه به هم د عربي متحده اماراتو پر لاره ولاړ شي.

د اماراتو، اسرایلو او امریکا لخوا په ګډې اعلامیې کې راغلي دي، چې پلاوي به په راتلونکو څو اونیو کې سره کښیني تر څو د مستقیمو پروازونو، امنیت، مخابراتو، انرژۍ، سیلګرۍ او روغتیايي خدماتو کې له یو بل سره تړونونه لاسلیک کړي.‌

په بیان کې دا هم راغلي دي، چې "د منځني ختیځ د دوو اقتصادي او پرمختللیو ټولنو لخوا د اړیکو له جوړېدو سره به اقتصاد وده وکړي،‌ ټکنالوژي به پراخه شي او د خلکو ترمنځ به اړیکې نورې هم پیاوړې شي."

بیان زیاتوي، چې امارات او اسرایل همدارنګه پلان لري چې د نوي کورونا وایرس د درملنې او واکسین په برخه کې په بیړه په ګډه همکاري وکړي.

په امریکا کې د عربي متحده اماراتو سفیر ال اتیبه ویلي، په بشپړه توګه د اسرایلو او د عربي متحده اماراتو ترمنځ د اړیکو د نورمال کېدلو اعلان د ډپلوماسۍ لپاره یوه بریا ده چې له امله به یې په سیمه کې فشارونه کم شي او د مثبت بدلون لپاره به نوې انرژي رامنځ ته شي.

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو په یو ټویټ کې ویلي چې له عرب هېواد سره دا تړون یوه تاریخي ورځ ده.

که څه هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د شوي تړون له مخې اسرایل د لویدیځې غاړې له یوځای کولو څخه منع شوي دي خو فلسطینیانو د اوږدې مودې راهیسې له عربي هېوادونو څخه غوښتي دي چې تر هغو دې له اسرایلو سره ډپلوماټیکې اړیکې نه جوړوي تر څو د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو تړون ته سره رسېدلي نه وي.‌

په فلسطین کې اورپکې ډلې حماس چې د غزې د تراډې کنټرول لري ویلي دي، دغه تړون چې عربي متحده امارات پکې ښکېل دي زمونږ پر خلکو د شا له لوري د چاړې ګوزار دی.

د ایران مذهبي مشرانو که څه هم تر اوسه پورې د دغه تړون په اړه څه نه دي ویلي، خو ددغه هېواد د تسنیم خبري ادارې ویلي، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نورمال کېدل شرمونکي دي.

دغه تړون په امریکا کې د نومبر له ټاکنو مخکې ټرمپ ته یوه نادره سیاسي لاسته راوړنه بريښي.

د ډیموکراټانو کاندید جوبایډن ویلي، دی به د اسرایلو له ټولو هغو هڅو سره مخالفت وکړي چې غواړی هغه ځمکې له ځان سره یوځای کړي چې فلسطینیان یې غوښتنه کوي.‌