شاته

هيله ده د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به راتلونکې اوونۍ کې پېل شي، مستور

د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور ويلي د حکومت د استازو ډله به راتلونکې اوونۍ په قطر کې د طالبانو سره د سولې رسمي خبرې پېل کړي.

نوموړي په لاهورکې جوړ د سولې د څيړنې د مرکز په يوه آن لاين راجوړه شوې غونډه کې ويلي د سولې د خبرو پېلېدل د هيلې نوی باب دی، هغه هيله څرګنده کړې چې راتلونکو اوونۍ به د طالبانو سره د حکومت د سولې خبرې پېل شي.

مستور ويلي د افغانستان حکومت (دولت) د سولې خبرو ته پوره تيار دی او دوی تمه کوي چې طالبان به هم دغه ډول تيار وي.

هغه په حکومت او طالبانو دواړو زور راوړی چې کلونه وروسته د سولې دپاره کومه زمينه برابره شوې ورته احترام ولري، او زیاته کړې يې ده دوی به په اول کې په اسانو مسلو خبرې کوي او بيا به د سختو خبرو پړاؤ پله ځي خو دواړې خواوې دې ته اړتيا لري چې نرمي وښايي.

د وي او ای د خبر ترمخه د طالبانو سياسي ویاند سهېل شاهين د نهې/ سه شنبې په ورځ وي اوای سره په خبرو کې ويلي ډله يې د امریکا سره د شوي تړون سره خبرو ته چمتو ده او د افغان جګړې د حل اراده لري.

امریکا او طالبانو د فرورۍ په میاشت کې د سولې موافقنامه لاسليک کړې او د بېن الافغاني خبرو يې ويلي ؤ کومې چې د مارچ په مياشت کې ټاکل شوې وې.

خو د بنديوانو د پروسې د وروستي والي له امله بېن الافغاني خبرې پېل نه شوې او وروستی خنډ چې پکې رامنځته ؤ د 400 طالب بنديوانو خوشي کول ؤ. افغان ولسمشر اشرف غني د لويې مشورتې جرګې وروسته د ګل په ورځ د دغو بندیوانو د خوشي کولو امر لاسليک کړی ؤ.

د فرورۍ د مياشتې په تړون کې ويل شوي ؤ چې افغان حکومت به پينځه زره طالب بنديوان او طالبان به زر افغان سرتيري خوشي کوي، او د مې 2021 پورې به امريکايي ځواکونه ووځي.

ناقدين شک کوي چې ايا طالبان به د نړيوالو ځواکونو د افغانستان څخه وتلو وروسته په خپلو وعده ټينګ پاتې شي او بيرته به د واک اخستو هڅه نه کوي؟.

د پاکستان او افغانستان د چارو امریکایي څېړونکی مایکل کوګلمېن وایي، د بهرنيو ځواکونو د وتلو سره د حکومت سره د طالبانو قوت پياوړی کیږي.

هغه ويلي که چرته امريکايي ځواکونه وتل دوامداره وساتي طالبان په دې پوهه دي چې د جګړې صلاحيت لري او دوی کولی شي چې په اسانۍ سره د خبرو د تړون څخه ووځي او بيرته جګړې ته لاړ شي.

افغان وزير د افغانستان د سولې خبرو په لړ کې د پاکستان د رول خبره کړې چې د پاکستان د ملاتړ نه پرته داسې ممکن نه شوه کېدی.

هغه په پاکستان کې د طالب مشرانو او کډوالو د پاتې کېدو يادګېرنه کړې چې د کلونو راهسې دلته پاتې شوي دي او ويلي يې دي دا اوسنۍ خبرې د دواړو هېوادونو دپاره ازمېښت دی او ګاونډي پاکستان چې طالبانو ته نزدې دی د سولې د خبرو په لړ کې مهم رول لوبولی شي، څنګه يې چې مخکې کړي دي.

د پاکستان د وزیراعظم د ملي امنيت مشاور معيد يوسف ويلي، پاکستان او نور به په دغه لړ کې مرسته کوي چې څومره کولی شي او دوی د دې پروسې دوامداره پاتې کېدو هيله لري چې دغه مسله په داسې توګه حل شي څنګه يې چې افغانان غواړي او پاکستان به د دې ملاتړ کوي.