شاته

په پخواني صدر زرداري نېب عدالت د مبینه جعلي بېنک اکاوڼونو په سرفرد جرم ولګولو

په پخواني صدر اصف زرداري د احتساب عدالت په پارک لېن رېفرنس یا مقدمه کې فرد جرم لګوولو.

ښاغلی زرداري د وډیو لنک دلارې کراچۍ نه عدالت ته حاضر شو.

زرداري وویل د هغه وکیلان په سپریم کورټ‌ کې دي او د وکیلانو په غیر موجودګۍ کې په هغه فرد جرم نشي لګول کېدی او اورېدنه دې وځنډول شي.

خو د اسلام اباد څخه د وي او ای ډیوه خبریال پیر ولایت شاه په خپل رپورټ کې وايي عدالت د ښاغلي زرداري غوښتنه وه نه منله او په هغه او په مقدمه کې په شاملو ۱۴ نورو کسانو یې د قانوني پروسې د وړاندې بوتلو فېصله وکړه.

خبریال وايي ښاغلي زرداري د خپلې بې ګناهۍ په لړ کې دا دعوه هم وکړه چې د هغه د خپل صدارت په مهال د وړو صوبو د حقونو دپاره په ایین کې اتلسم ترمیم منظور کړی او هم ځکه زورول کیږي او د مقدماتو سره مخ دی.

د اصف علي زرداري خبرو ته په ځواب کې د احتساب عدالت جج وویل چې د سپټمبر د میاشت په لومړۍ نېټه یې د مقدمې ګواهان راغوښتې دي او هر څه به په ډاګه شي.

د وي او ای ډیوه خبریال په خپل رپورټ کې وايي د ښاغلي زرداري ترڅنګ د هغه د پېپلز پارټۍ او د حکومت بل مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) یو شمېر مرکزي رهبران هم د احتساب مقدمو سره مخ دي.

احتساب عدالت په ځمکو د مبینه قبضې په مقدمه کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف لور، مریم نواز، د نهې، سه شنېبې، په ورځ راغوښتې ده.

په ورستیو ورځو کې د پاکستان سپریم کورټ په خپله یوه فېصله کې د احتساب اداره د سیاسي انتقامي کاروايو لپاره د کاروولو پخلی کړی و.

د احتساب قومي ادارې یا نېشنل اکاونټي بېلېټي بیورو په پخواني صدر الزام لګولی چې د جعلي بېنک اکاونټونو دلارې یې قامي خزانې ته د درې اشاریه اووه اووه ارب روپو نقصان رسولی دی.

د حکومت مخالف ګوندونه او د انساني حقونو نړیړالې ادارې هیومن رایټس واچ وايي د پاکستان تحریک انصاف حکومت د نېب اداره د سیاسي مقاصدو دپاره استعمالوي خو حکومت دا خبره ردوي.

د حزب اختلاف ګوندونه د نېب مشر جاوېد اقبال کې دندې څخه د لېرې کېدو غوښتنه هم کوي.

د احتساب قانون ماهر وکیل شاه خاور وايي د اصف زرداري دا خبره چې هغه د اتلسم اییني بدلون په سر زورول کېږي د هغه ذاتي رای ده او د احتساب عدالت به د ښاغلي زرداري خلاف مقدمه د شهادتونو په بنیاد فېصله کوي.

خو شاه خاور دا مني چې په پاکستان کې د احتساب اداره تر ډیر حده پورې لانجمنه شوي ده."دا خبره خو باکل ټېک دی چې د نېت په کارکردګۍ باند، د هغه په جانبدارۍ باندې ډیر زیات چې کوم دی سوالات راپوته شوي دي."

د احتسات په قانون کې بدلون دپاره د پارلېمنټ ۲۴ کسیزه کمېټي دا وخت غیر فعاله ده.

د وزیراعظم عمران واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت او نېب د حزب اختلاف ټکونه بې ځایه بلي او وايي د حزب اختلاف سیاسي ډلو د مشرانو خلاف د نېب مقدمې دوی د خپل اقتدار په وخت د یو بل په ضد درج ګړي وې.

او د اتوار، یکشنبې، په ورځ د نېب مشر جاوېد اقبال په یو بیان کې د خپلې ادارې لاس ته راوړنې وستایلې او ویې وېل نېب تر اوسه پورې ۴۶۶ ارب روپۍ قومي خزانې ته راوړلي دي.