شاته

د ایران په مرکز کې د طالبانو بېرغ؛ تهران کې ۱۹ کسان نیول شوي

ایراني چارواکو ۱۹ کسان د تهران په یوه پارک کې د طالبانو د بېرغ د پورته کولو په تور نیولي دي.

د ایسنا خبري اژانس د سه شنبې په ورځ اګست ۴مه (زمري ۱۴مه) د تهران د پولیسو د مشر حسین رحیمي په حواله خبر ورکړی چې یو شمېر کسانو د اختر په لومړۍ ورځ د تهران په "ملت پارک" کې د طالبانو بیرغ پورته کړی و.

په خبر کې راغلي چې د غونډې تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او ځېنو ادعا کړې چې دغه کسان د "طالبانو د تروریستي ډلې غړي" دي.

د تهران د پولیسو مشر ویلي چې پنځو نیول شویو کسانو د بېرغ په جوړولو کې لاس درلود. ایراني مقام ویلي دغو کسانو له بېرغ سره عکسونه اخېستي او بیا یې "مخالفو رسنیو ته" استولي دي.

چارواکو ویلي چې پاتې کسان په غیرقانوني ډول په ایران کې اوسېدل او له نېول کېدو وروسته له هېواد نه ویستل شوي دي. د نیول شویو خلکو د هویت په اړه معلومات خپاره شوي ندي.

ایراني چارواکو د ۲۰۱۸ کال په ډېسمبر میاشت کې منلې وه چې د طالبانو استازي د یو لړ مذاکراتو لپاره تهران ته تللي وو.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل، ایران د طالبانو په مالي او تسلحاتي ملاتړ تورن کړی و.