شاته

عامې روغتیا وزارت: په کروناویروس د اخته کسانو ۷۰ سلنه بیرته جوړ شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په هیواد کې په کروناویروس د اخته کسانو له ډلې ۷۰ سلنه یې بیرته جوړ شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن سې شنبه اګست ۴مه (زمري ۱۴مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان د کروناویروس له اړخه اوس مهال په ښه وضعیت کې دی او په روغتونونو کې په کووید ـ ۱۹ ناروغۍ اخته کسانو شمېر کم دی.

خو نوموړي زیاته کړه چې د اختر تر تېرېدو وروسته په هیواد کې د کروناویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو احتمال شته چې په وینا یې روغتیا وزارت ورته چمتووالی نیولی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ اګست ۴مه (زمري ۱۴مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۱۸۷ مشکوکو سمپلونو معایناتو په ترڅ کې د ۳۶ کسانو نتیجه مثبته شوې ده.

له یادو پېښو څخه ۱۵ په کابل او ۲۱ په هرات ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کروناوېروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶۷۸۲ ته لوړ شوو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لخوا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس له کبله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی. اوس مهال په دغه هیواد کې د کرونا له کبله د مړو شمېر۱۲۸۸ ته رسېدلی دی.

افغانستان کې د کرونا ویروس فیصدي او د تعلیمي مرکزونو پرانیستل.

خو ښاغلي سمسور زیاته کړه چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو فیصدي له ۲۰ نه تر ۳۰ سلنې پورې ده.

هغه وویل کله چې په هیواد کې د کرونا د مثبتو پېښو فیصدي پنځه سلنې ته ورسیږي بیا به په هیواد کې د تعلیمي مرکزونو د پرانیستلو په اړه یو کلي تصمیم ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه چې نن سې شنبه به د کابینې په غونډه کې په حضوري توګه د تعلیمي مرکزونو پرانیستلو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.خو د روغتیا وزارت ویاند د تعلیمي مرکزونو پرانیستلو په صورت کې د روغتیايي لارښوونو پر عملي کېدو ټينګار وکړ.

د روغتیا وزارت ویاند وویل چې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف ښوونځي او پوهنتونونه باید په تدریجي ډول پرانیستل شي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې تراوسه شاوخوا ۱۸ مېلیون کسان په نړۍ کې په کروناوېروس اخته شوي دي او څه باندې ۶۹۳ زره کسان مړه شوي دي.