شاته

د روغتیا نړیوال سازمان: ښایي هېڅکله د 'کووېډ-۱۹' درملنه ونه‌شي

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د کرونا ضد واکسین د جوړېدو له هیلو سره سره ښایي هېڅکله د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ لپاره درملنه ونه‌شي.

دغه سازمان وایي ښایي عادي ژوند ته بېرته ورګرځېدل ډېر وخت وغواړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس او د یاد سازمان د بېړنیو برخې مسؤل مایک رایان د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې د ماسک اغوستل، د لاسونو پریمینځل، ټولنیز واټن او د کرونا ویروس ازموینې په جدي ډول اجرا کړي.

د دغه سازمان مشر د اګسټ پر ۳مه په جنوا کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې پیغام‌یې خلکو او حکومتونو ته دا دی چې دا ټول اقدامات په جدي توګه ترسره کړي.

نوموړي وویل چې د ماسک اغوستل باید په ټوله نړۍ کې د یووالي په یوه سمبول بدل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

هغه زیاته کړه: "یو شمېر واکسینونه اوس د ازموینې په مرحلو کې دي او موږ هیله لرو چې څو واکسینونه د ویروس د مخینوي لپاره تولید شي، خو اوس‌مهال د دې ناروغۍ لپاره هېڅ قطعې درملنه نه‌شته او ښایي هېڅکله هم داسې درملنه نه‌وي."

د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو چارو مدیر مایک رایان هم ویلي، ځیني هېوادونه لکه برازیل او هند چې د کرونا ویروس ډېرې پېښې په‌کې ثبت شوې دي، باید ځانونه د یوې اوږد مهاله مبارزې لپاره چمتو کړي. هغه وایي له دې وضعیت څخه وتل اوږد مهاله اقداماتو او ژمنې ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وایي هغه پلاوی چې په چین کې د یاد ویروس د خورېدو د څرنګوالي لپاره هغه هېواد ته لېږل شوی، تر اوسه بېرته نه‌دی راغلی.

تمه ده د دې سازمان په مشرۍ د چین او نورو هېوادونو یو بل لوی علمي پلاوی په راتلونکو میاشتو کې د چین په ووهان ښار کې د کرونا ویروس د خورېدو څرنګوالی وارزوي، خو د دې مأموریت د پلاوي د ترکیب او د پیلېدو د نېټې په اړه‌یې معلومات نه‌شته.