شاته

دصدر ټرمپ لخوا دچین په ټولنیزه رسنۍ "ټیک ټاک" امریکا کې دبندیز پرېکړه

دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي هغه د چین په ویډیو ایپ” ټیک ټاک” دتړلو پرېکړه کړې ده اؤ ډیر زر به په دې اړوند صدارتي امر خپور کړي.

دجمعې په ورځ رسنیو سره خبرو کې صدر ټرمپ ویلي هغه په دې اړوند د شنبې په ورځ امر خپرولی شي چې له هغې وروسته به امریکا کې ټیک ټاک بند کړل شي.

صدر ټرمپ د امریکایي کمپنیو لخوا د ټیک ټاک ویډيو ایپ د اخستو د وړاندیز ملاتړ هم نه ؤ کړی .

دلنډو ویډیوګانو خپرونکې رسنۍ ټیک ټاک دامریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې خلک کاروي اؤ دا ایپ شاوخوا دوه اربه ځله خلکو خپلو موبایلونو ته ښکته کړی دی.

یوازې په امریکا کې دټیک ټاک د کارونکو شمیره د ۱۶ؤ کروړو څخه زیاته ښودل شوې ده.

ټیک ټاک د چین د یو مشهور ټولنیز نیټ ورک ایپ دی چې خلکو ته دلنډو ویډيوګانو،په سندرو دشونډو ښوځولو اؤ غبرګو ویډیو ګانو جوړولو اؤ خپرولو اجازه ورکوي.

په نوي کول کې دې ټولنیزې رسنۍ زیات مقبولیت پیدا کړی خو ددې ترڅنګ په یادې رسنۍ دا نیوکې هم دومداره دي چې په سیاسي اؤ نسلي توپیرونو اډاڼه داسې ویډیو ګانې هم نشروي چې دخلکو ناخوښۍ سوب ګرځي .

امریکایي چارواکي اندېښنه لري چې ټیک ټاک ددغه هیواد د سلامتۍ پر وړاندې ګوښانه راولاړوي اؤ ددې رسنۍ دکاروونکو په بابله معلومات د چین دحکومت ګوتو ته ورتلی شي.

خو دټیک ټاک دکمپنۍ بائټ ډانس دریځ دی چې هغوئ دامریکایي صارفینو په اړوند معلومات د چین حکومت ته نه ورکوي بلکې دا معلومات په امریکا اؤ سنګا پور کې خوندي ساتل کیږي