BBC
 شاته

د صرافۍ له اتومات ماشین نه ''اروپايي غلو ۲٫۵ میلیون ډالر غلا کړي''

Image caption څېړونکي په دې اند دي چې شاید غلو له ګرځنده تیلېفونونو ګټه اخیستې وي.

د ټایوان چارواکي وايي، درې اروپايي مشکوک کسان یې نیولي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د صرافۍ له اتومات ماشین ATM نه د ۲٫۵ میلیون ډالرو د غلا کولو تور پرې لګول شوی.

پولیس وايي، ټایوان کې له ختیځې اروپا او روسیې نه یوې نړیوالې مجرمې شبکې "د لومړي سوداګریز بانک" له اړوندو لسګونو صرافۍ اتومات ماشینونو څخه د پیسو غلا کولو لپاره "خبیث" پروګرامونه کارولي دي.

د پیسو کڅوړې

د څار کامرو ځینې انځورونه ښيي چې غلو خپل مخونه پټ کړي او په منډو منډو د غلا شویو پیسو له ډکو کڅوړو سره ځغلي.

پولیسو د ټایوان له شمال ختیځ لاتیویا نه یو وګړی نیولی، یو بل یې پلازمېنه کې نیولی دی.

چارواکي وايي، د غلا شویو پیسو تر نیمايي ډېره برخه یې بېرته موندلې، خو په وینا یې ۱۳ نور مشکوک کسان له هېواده وتلي دي.

د ټایوان د پولیسو د جنايي څېړنو برخې مشر لي وین چانک ویلي: "دا لومړی ځل دی چې یوه نړیواله مجرمه ډله په ټایوان کې د پیسو له اتومات صرافي ماشینونو پیسې غلا کوي".

تر اوسه څرګنده نه ده چې دغو غلو له کوم ډول "خبیثو" پروګرامونو ګټه اخیستې ده، ځکه چې دا غلاوې یې په ډېر لنډ وخت کې کړې دي.

Image copyright Reuters
Image caption پولیسو ویلي: "دا لومړی ځل دی چې یوه نړیواله مجرمه ډله په ټایوان کې د پیسو له اتومات صرافي ماشینونو پیسې غلا کوي".

څېړونکي په دې اند دي چې شاید غلو له ګرځنده تیلېفونونو ګټه اخیستې وي.

په ټایوان کې د بانکونو اړوندو څه باندې ۱۰۰۰ اتومات صرافۍ ماشینونه لګول شوي.