شاته

ټرمپ: امریکا پر کویډ۱۹ د اخته کسانو د لوړ شمېر له امله بحران سره مخ ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ومنله چې امریکا د کرونا ویروس یا کویډ۱۹ ناروغۍ د لوړ شمېر له کبله له یوه بحراني حالت سره مخامخ ده.

له دغه هېواده په ورکړل شویو شمېرو کې ښکاري چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې خورا په زیاتېدو دي.

د وروستیو نظرپوښتنو له مخې، رایه ورکوونکي د دې روغتيايي بحران په سمبالولو کې د ولسمشر ټرمپ پر اقداماتو ډېر ناراضه دي.

په پام کې ده د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سې شنبه د سپینې ماڼۍ د هغې کاري ډلې چې د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه رهبري کوي، د ورځنیو معلوماتو ورکولو پر بڼه بیاکتنه وکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون دوشنبه وویل په دې ډول غواړي ولس د کرونا ویروس یا کویډ۱۹ ناروغۍ د زیاتېدونکي شمېر په اړه معلومات ترلاسه کړي.

ډونالډ ټرمپ پر مخونو د ماسک کارونې په اړه هم خپل چلند بدل کړ، حال دا چې ولسمشر ټرمپ او متحدانو یې له څو میاشتو د ماسکونو د کارونې موضوع ردوله.

که څه هم تر اوسه د کویډ۱۹ ناروغۍ کومه اغېزناکه درملنه نه ده موندل شوې، خو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ماسک له محدودو انتخابونو ګڼل کېږي.

ولسمشر ټرمپ له خپل یو عکس سره چې ماسک یې پرمخ اغوستی په ټویټر کې لیکلي: "موږ د چین د پټ وایروس د ماتولو په چارو کې متحد یو."

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، زیات خلک همدا وايي که جسمي فاصله نه شئ مراعتولای، د هېوادپالنې تقاضا دغه ده، چې ماسک وکاروئ او تر ما بل څوک هېوادپاله نه دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا په لویه وچه کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه وښوده.

د دغه سازمان عمومي مشر ټیډروس اډهانوم ګیبرییسوس پرون دوشنبه له جنیوا په یوه انلاین کنفرانس کې وویل: "د روغتیا نړیوال سازمان د امریکايي هېوادونو پر اصلي اوسېدونکو د ویروس د اغېزو په باب ژوره اندېښنه لري، دغه هېوادونه لا هم د دې وبا عمده مرکز دی."

ټیډروس اډهانوم ګیبریسوس
ټیډروس اډهانوم ګیبریسوس

یوازې د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېر له مخې تر ۳ ملیونو او ۸ لکو اوښتی او په کرونا د مړو شمېر په کې تر یو لک او ۴۱۰۰۰ زیات دی.

پرون دوشنبه یوازې په فلوریډا ایالت کې د کرونا ویروس تر ۱۰زرو زیاتې مثبتې پېښې او د ۹۰ کسانو مړینې ثبت شوې.

په دغه ایالت کې په دې ویروس د مړو شمېر ۵۱۸۳ ته ورسېد.

په کلیفورنیا کې چې په وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس بل عمده مرکز ګڼل کېږي، په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو، په روغتونو کې د بستر کېدو او د شدیدې څارنې په څانګو کې د ناروغانو د داخلولو پېښې په زیاتېدو دي.

له ۳۲ ایالتونو په ورکړل شویو ارقامو کې څرګندېږي چې په جولای میاشت کې د کویډ۱۹ ناروغۍ شمېر د ریکارډ تر سطحې زیات وو او په ۱۵ ایالتونو کې بیا د مړینو شمېر د ریکارډ تر کچې لوړ و.

د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې کاري ډلې چې مرستیال ولسمشر مایک پینس یې مشري کوي په مارچ او اپرېل میاشتو کې په ورځني ډول خلکو ته د دې وبا په اړه معلومات ورکول، خو ولسمشر ټرمپ دغه لړۍ په داسې حال کې وځنډوله چې انتقادونه کېږي، کله- کله مبهم یا غولوونکي معلومات ورکوي.