شاته

سپریم کورټ حکومت ته دچېنو دملونو دمالکانو په ضد دګامونو اخستو اجازه ورکړه

دپاکستان سترې محکمې دچینو د وروستي بحران دپلټنو په رپورټ دعمل نه کولو په بابله د سندهـ دایالتي محکمې لنډ مهاله امر لغوه کړی اؤ حکومت ته د پلټنو دکمیشن د سپارښتنو په رڼا کې د چېنو دملونو دمالکانو په ضد دګامونو اخستلو اجازه ورکړې ده.

حکومت مخالفه ستر ګوندونه پاکستان مسلم لیګ (نواز) اؤ پیپلز پارټي تور لګوي چې دچېنو بحران کې ککړ د وزیراعظم نزدې ملګري عمران خان ته حکومت پخپله هیواد نه د وتلو لاره ورکړې ده اؤ په داسې حال کې حکومت سره داحتساب خبرې نه ښایي.

د سه شنبې یا نهې په ورځ د سترې محکمې دمشر قاضي ګلزار احمد په مشرۍ کې درې کسیزې څانګې ددغه قضیې اوریدونه کړې ده اؤ پخپله لنډه پرېکړه کې یې حکومت ته اجازه ورکړې ده چې که غواړي نو دچېنو بحران کې دککړو کسانو په ضد دپلټنو دکمیشن دسپارښتنو په رڼا کې ګامونه اخستی شي.

خو ورسره سم سترې محکمې په حکومت دا ټینګار هم کړی دی چې دچېنو دملونو دمالکانو په ضد باید غیر ضروري ګامونه وانه خستل شي.

همدا شان محکمې حکومتي چارواکي د چېنو د بحران دپلټنو د کمیشن په رپورټ دبیانونو ورکولو څخه هم منعې کړي دي اؤ د اسلام اباد اؤ سندهـ هائیکورټونو یا محکمو ته یې ویلي چې په دې اړوند د اوریدنو لاندې دوسیو باندې باید په درېوؤ اوونیو کې دننه پرېکړې وکړي.

سترې محکمې سپینه کړې ده چې د محکمو د پرېکړو مخې ته تر راتلو به حکومت د چېنو د ملونو په ضد هیڅ رقم غوڅ امر نه شي کولی.

دمئ په میاشت کې د پاکستان حکومت د چينۍ بحران په اړه دپلټنو د کمېشن رپوټ خپور کړی ؤ او د حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف يو مشر جهانګير ترين، او د مخالفه ګوندونو مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند د مشرانو سره پکې د پنجاب او سندهـ حکومتونه تورن کړی شوي چې په بحران کې يې درغلي او چل ول کړی دی

په رپوټ کې ويل شوي وؤ چې د جهانګير ترين (جی ډبليو ډي) د چينو ملونه په پاکستان کې د چينۍ د توليد (پېداوار) تر ټولو غټ ګروپ دی او دغه ګروپ په غېر قانونه توګه خپل تولیدي صلاحیت سېوا کړی دی.

ددغه رپورټ مخې ته له راتلو وروسته جهانګير ترين ویلي وؤ په هغه د دروغو تورونه لګول شوي او هغه پاک کاروبار کړی دی او ټول پاکستان خبر دی چې زه تل کرونده ګرو ته پوره پېسې ورکوم.

خو د حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ ن شهباز شريف ويلي په دې ټول هر څه کې وزیراعظم عمران خان پوره شريک دی او هغه د دې هر څه زمه واری دی بايد د هغه پرضد مقدمه جوړه کړی شي.

جهانګیر ترین دکمیشن د رپورټ مخې ته له راتلو وروسته له پاکستانه وتلی اؤ‌دا مهال په برتانیه کې میشت دی ،خو دهغه دهیواد نه وتل مخالفه ګوندونه د وزیراعظم عمران چل ګڼي اؤ تور لګوي چې په غبن اؤ درغلۍ کې ککړ خپل نزدې ملګري دسزا نه بچ کوي.

تيره ورځ کراچى کى خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري حکومت او نيب باندې تورونه لګولي وؤ چې داحتساب په نوم یوازې حکومت مخالفه سیاسي مشران ځورول کیږي.

بلاول بوټو ويلي وؤ نړيواله اداره ټرانسپيرنسي انټرنيشنل د عمران خان حکومت بد عنوان ګرځوي او حکومتي ادارې آډيټر جنرل اف پاکستان په خپل رپورټ کې د تحريک انصاف د ړومبي کال واکمنۍ کې په حکومتي ادارو کې د ٢٧٠ اربه روپو دغبن پخلى کړی دى .

بلاول بوټو ويلي دپېښور په بي ار ټي پروژه کې په شوي غبن اؤ دمرکزي وزیرانو په غبن کې په ککړتیا دهیواد داحتساب ادارې یا نیب سترګې پټې کړي دي اؤ میډیا هم په دې هکله څه نه وایي.

خو وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دحکومت نورو چارواکو بیا وخت په وخت دا تورونه رد کړي اؤ وایي چې داحتساب اداره خپلواکه ده اؤ حکومت یې کله هم دخپلو مخالفینو دځپلو دپاره نه کاروي