شاته

ملګري ملتونه وايي په پاکستان کې د اېچ ايي وي/اېډز په کېسونو کې اضافه شوي 

د اېډز ناروغۍ په ضد کارکوونکي د ملګرو ملتونو اداره یواېن اېډز وايي په پاکستان او فلېپینز کې د ایچي ايي وي اېډز په کېسونو کې زیاتوالی لیدل کېږي خو د دې په مقابل کې د کمبوډیا، میانمار، تايي لېڼد او وېتنام په ډول د ایشیا په نورو ملکونو د اېچ ايي وي اېډز په ناروغانو کې کمی شوی دی.

یواېن اېډز د پاکستان په اړه دغه څرګندونې په کال ۲۰۲۰ کې په نړۍ کې د اېډز د ورستي صورتحال په اړه خپل رپورټ کې وکړې چې د نهې، سه شنبې، په ورخ شایع شو.

د اېډز ناروغۍ په ضد د پاکستان نېشنل اېډز کنټرول پروګرام مشر ډاکټر بصير وویل یواېن اېډز د پاکستان په باره کې د حقیقت په بنیاد څرګندونې کړي دي او د تشویش وړ دي.

ډاکټر بصیر وویل په پاکستان کې د اېچ ايي‌ وي اېډز د ناروغۍ د زیاتېدو ګڼ شمېر عوامل دي چې پکې د مالي وسایلو کمی، د اېډز په اړه منفي سماجي رويي، د خلکو ټېسټونو نه ډډه کول، په علاج کې د ځنډ نه کار اخیستل او د صوبايي حکومتونو د مرض په مخنیوي کې عدم دلچسپي شامل دي.

سماجي کارکن سبحان وايي د اېچ ايي وي اېډز د مخنیوي په لړ کې لا اوس هم ډېر کار پروت دی.

د مومندو سلیم خان اېچ ايي وي اېډز ناروغه کړی دی، د خپلې بېمارۍ په اړه وايي په شروع کې به یې علاج نه کوولو او اوس پښېماني څرګندوي چې ولې یې په وخت علاج نه شروع کوولو.

د پېښور په حیات اباد مېډیکل کامپلېکس هسپتال کې ماهر نفسیات نوشین وايي هغه خلک چې د اېچ ايي وي ټېسټ یې مثبت ثابت شي علاج نه کوي او د خپلو بچو او مېرمن هم ټېسټونه نه کوي.

یو اېن اېډز وايي ۳۵ کاله وړاندې چې د اېچ ايي وي‌ اېډز لومړي کېسونه رپورټ شول، هغه وخت راهسې په دنیا کې ۷۸ مېلین خلک دې ناروغۍ بېماران کړي چې پکې ۳۵ مېلین مړه شوي دي. یواېن اېډز وايي د ۱۹۹۶ راهسې یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه د اېډز د خاتمي دپاره کوښښونه شروع کړي دي.