شاته

پېښور کې پېغله اؤ زلمی د غیرت په نوم تر وژل کیدو وروسته بې جنازې ښخ کړل شوي

دپولیس سرچینې وایي پېښور کې یو زلمی اؤ یوه پېغله جینۍ دغیرت په نوم وژل شوي اؤ وژونکو بیا دهغوئ مړي دشپې په تیاره کې پرته له جنازې ښخ کړي دي.

د زیارت په ورځ دپېښور د یکه توت سیمې دپولیس تاڼې سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي په دویمه جولایي دپېښور دیر کالونۍ سیمه کې د وقاص په نوم یو ۲۱کلن طالبعلم اؤ ۱۶کلنه سیمه چې خپلو کې نزدې خپلوان وؤ دیو کور دننه وژل شوي دي.

پولیس سرچینې وایي دغه پېغله اؤ زلمی له وژل کیدو وروسته دشپې په تیاره کې په بیلابیلو ځایونو کې له جنازې پرته ښخ کړل شوي.

پولیس وایي خپلو منابعو نه ورته معلومه شوې ده چې وژل شوي زلمي اؤ پېغلې خپلو کې مینه کوله اؤ دجینۍ کورنۍ په دې عمل سخته خفه وه.

دپولیس وینا ده چې د وژنې په تور یې دصالح محمد،نورالدین اؤ شهاب الدین په نومونو درې تنه نیولي چې دوه پکې دجینۍ دکورنۍ اؤ یو دهلک دکورنۍ سره تړاؤ لري اؤ هغوئ ورته ویلي چې هلک اؤ جینۍ دغیرت په نوم وژل شوي.

پولیس وایي چې دنیول شوؤ کسانو په ښوونه یې دهلک اؤ جینۍ قبرونه معلوم کړي اؤ محکمې نه یې اجازه غوښتنې چې باید د پوسټ مارټم دپاره د هلک اؤ جینۍ دمړو د راویستلو اجازه ورکړل شي اؤ چې کله دغه اجازه ترلاسه کړي نو مړي به له قبرونو راوباسي.

هرکال پاکستان کې په شلګونو ښځې اؤ سړي دغیرت په نوم وژل کیږي اؤ تیرکال دپاکستان دکورنیو چارو وزارت پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې د جون ۲۰۱۴م نه دجون ۲۰۱۸م پورې په ګرد هیواد کې د غیرت په نوم ۱۵۳۸ وژنې شوي دي.