شاته

اکسفام: د کورونا له امله هر ورځ ښايي ۱۲۰۰۰ کسان له ولږې مړه شي

واشنګټن – د اکسفام په نامه یوې بشري ډلې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د کورونا له وبا سره د نړۍ په غریبو هېوادونو کې د ولږې ناورین زیات شوی او د کورونا د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو له امله هره ورځ تر ۱۲۰۰۰ کسانو پورې مړه کېدای شي.

د اکسفام لخوا په یو تازه راپور کې ویل شوي دي چې د بې کارۍ د کچې زیاتوالي او د کورونا له امله خلکو ته د اړینو خوراکي توکو له نه رسېدو سره ښايي ۱۲۲ میلیونه کسان په روان کې له ولږې سره مخ شي.

د اکسفام یو مشر ډني سرېسکندریا ویلي، "د کوېډ ۱۹ ناوړه اغیزې خپله له وایرس څخه ډېرې زیاتې پراخه دي چې له امله یې په نړۍ کې تر ټولو غریب خلک نور هم د غریبۍ او ولږې خواته روان دي."

هغه زیاته کړه، "دا ضروري ده چې حکومتونه دغه وژونکې ناروغۍ ودروي خو دوی به همدا ډول له ولږې څخه د خلکو د مړینې مخه هم ونیسي."

دغه خیریه ډلې دا هم ویلي، چې د یمن، افغانستان، سوریې او جنوبي سوډان په څېر هېوادونو کې چې په نړیواله کچه زیاته ولږه پکې ده، د خوراکي توکو د کموالي ناورین د پولو له تړل کېدو او د کورونا له امله له نورو بندیزونو سره نور هم په زیاتېدو دی.

راپور زیاتوي، په هندوستان، جنوبي افریقا او د برازیل په څېر د منځنۍ کچې اقتصادي هېوادونو کې چې په میلیونونو کسان په ټیلو ژوند روان کړی وو اوس له سختو ستونزو سره مخ دي.

راپور وایي، حتی د برتانیې په څېر پرمختللیو هېوادونو کې هم تر ۳.۷ میلیونو کسانو د خیراتي خوراکي توکو غوښتنه کړې.

اکسفام وایي، د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي اټکل کوي چې د هغو خلکو شمېر چې د بحران تر کچې له ولږې سره به مخ شي ددې کال تر پایه پورې ۲۷۰ میلیونو ته ورسېږي چې په ۲۰۱۹ کال کې دا شمېره ۱۴۹ میلیونه وه.