شاته

ترکیې د افغانانو او نورو پناه غوښتونکو لېږدونکې کښتۍ درولې ده

په ترکیه کې چارواکي وايي چې یوه باروړونکې کښتۍ چې پناه غوښتونکي پکې سپاره وو، درولې ده.

پولیسو د افغانانو په شمول ۲۷۶ پناه غوښتونکي توقیف کړي دي.

د ترکیې ساحلي ګارد د سه شنبې په ورځ د جولاۍ اومه (چنګاښ ۱۷) په یوې اعلامیې کې لیکلي دي چې دوي له ډېرې مودې نه راپدې خوا دغه کښتۍ څارله.

د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي چې کښتۍ د دوشنبې په ماښام له ازمیر ولایت نه د یونان په لوري د روانېدو پر وخت د اژه سیند په اوبو کې ودرول شوه.

د ترکیې دولتي خبري آژانس خبر ورکړی چې په کښتۍ کې د افغانانو په شمول، د سوریې، ایران، بنګله دېش او سومالیا پناه غوښتونکي نیول شوي دي.

د آسیايي او افریقايي هېوادونو ډیری پناه غوښتونکي د ترکیې له لارې په غیرقانوني ډول اروپا ته ځي.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې له یو نیم مېلیون څخه زیات پناه غوښتونکي د ترکیې له لارې یونان ته لاړل. د ترکیې او اروپايي ټولنې د ۲۰۱۶ کال موافقې، اروپا ته د پناه غوښتونکو د ورتګ بهیر سوکه کړ.

د روان کال په پیل کې انقرې د سند د نه عملي کېدو له وجې پر اروپايي ټولنې نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې لدې وروسته اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د تللو مخه نشي نیولای.

په ترکیه کې د سوریې ۶،۳ مېلیونه کډوال اوسېږي. د افغانستان په شمول د ګڼو جنګ ځپلو هېوادونو اتباع هم اروپا ته د رسېدو په نیت په ترکیه کې اړولي دي.