شاته

دافغان دولت په کوربه توب غونډه کې چین اؤ‌ پاکستان په طالبانو د اوربند غږ کړی

چین،پاکستان اؤ افغان دولت په طالبانو غږ کړی چې افغانستان کې دامنیت تامینولو دپاره باید تاؤ تریخوالی راکم کړي اؤ اوربند ته دې غاړه کښیږدي.

دافغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي ګران هیواد د دسه شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته ویلي افغانستان کې دسولې په اړه د سیمه ییزې اجماع دپیاوړي کولو په موخه نن دافغان دولت په کوربه توب دچین،پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ درې اړخیزه ویډیوي غونډه شوې ده.

هغه وویل دبهرنیو چارو د وزارت دمرستیالانو په کچه ترسره شوې دې غونډه کې دافغان سولې په روان په بهیر،د درې اړخیزه همکاریو په سیواکولو ،دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دبندیانو په تبادله اؤ نورو مهمو چارو خبرې اترې شوي دي.

دبهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي دغونډې په مهال اسلام اباد اؤ بیجنګ دافغان دولت په مشرۍ افغانستان کې دسولې د روان بهیر څخه خپل کلک ملاتړ وښودو اؤ په اړوند خواؤ یې ټینګار وکړو چې د سولې بین الافغاني خبرې اترې باید زر ترزره پیل کړي.

همدا شان پاکستان اؤ چین په دې غونډه کې دطالبانو نه غوښتنه کړې چې دتاؤ تریخوالي به کمولو سره باید اوربند ته لاره هواره کړي.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم کابل کې په افغان سوله د سیمه ییزې اجماع پیاوړې کولو دپاره همدغسې یوه غونډه شوې وه چې پکې دبین الاافغاني خبرو په زر پیلولو ټینګار شوی ؤ.

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، افغان دولت ډیپلوماټیکې هڅې چټک کړي چې د بین الافغاني مذاکراتو له شروع کیدو وړاندې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع لا پیاوړي او چټک کړي.

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، ډیپلوماټیکې هڅې یې چټک کړي چې د بین الافغاني مذاکراتو له شروع کیدو وړاندې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع لا پیاوړي او چټک کړي.

ګران هیواد اوړمه ورځ رسنیو ته ویلي وؤ کابل به روانه اوونۍ د دریو مهمو ناستو کوربه وي چې هدف به یې د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا وي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په تازه ټویټونو کې ویلي چې طالبان او افغان حکومت باید د سولې د خبرو د پیل کېدو لپاره یو لړ تعاملات وکړي.

په افغانستان کې دا درې لویې ناستې په داسې حال کې کیږي چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی او د یاد تړون له مخې باید لس ورځې وروسته بین الافغاني مذاکرات پيل شوي وای، خو لا تر اوسه دغه مذاکرات نه دي پيل شو