شاته

امریکا د ټېک ټاک او نورو چینايي اپلېکېشنونو پر بندولو غور کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي دي چې واشنګټن د "ټېک ټاک"په شمول، د چین د ټولنیزو رسنیو د اپلېکېشنونو پر بندولو غور کوي.

ښاغلي پامپیو ویلي چې ددغو اپلېکېشنونو له طریقه د چین له حکومت سره معلومات شریک کېږي خو بیجینګ دا تور نه مني.

پامپیو د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۶مه (چنګاښ ۱۶) له فاکس نیوز شبکې سره په یوې مرکې کې وویل چې دوي دغې مسئلې ته متوجه دي.

امریکايي قانون جوړونکو د ټېک ټاک د کاروونکو د معلوماتو پر خوندیتوب اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې د چین قوانین له کورنیو شرکتونه څخه غواړي چې "د کمونېست ګوند له لوري د کنترولېدونکیو استخباراتي کارونو ملا وتړي او په دې برخه کې همکاري وکړي."

پامپیو ویلي چې امریکایان باید د "بېټډنس"په نوم د لنډو ویډیوګانو د جوړولو له اپلېکېشن سره هم احتیاط وکړي.

د پامپیو په وینا که څوک غواړي چې شخصي معلومات یې د چین له کمونېست ګوند سره شریک شي نو ټېک ټاک دې ډانلوډ کړي.

دا په داسې حال کې دي‌ چې د چین او هند د پوځیانو ترمنځ له تازه نښتو نه وروسته، د هند حکومت د ټېک ټاک په شمول د چین د ۵۸ اپلېکېشنونو پر کارولو بندیز ولګاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغو تبصرو ته د ټېک ټاک مسؤلینو غبرګون ښودلی او رویټرز خبري آژانس ته یي ويلي چې دوي هېڅکله چین ته معلومات ندي ورکړي.

ټېک ټاک په چین کې نه کارول کېږي خو په بهر کې ډېر کارونکي لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د چین د ټولنیزو رسنیو د بندولو په اړه تبصره کړه ده چې د کروناوېروس د خپرېدو د څرنګوالي، د چین له لوري‌ په هانګ کانګ کې د امنیتي قانون په پلي کولو او له تېرو دوو لسیزو راپدې خوا د تجارتي جګړې له امله د واشنګټن او بیجینګ اړیکې ترینګلې دي