شاته

صدرعلوي:۱۸م ترمیم بیا کتنې سره نور ښه کیدای شي/لاسوهنه به پکې په وفاق برید وي،زرداري

دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي وایي که اتلسم ائیني ترمیم ته بیا کتنه وشي نو دا نور هم غوره کیدای شي خو دپاکستان پیپلز ګوند مشر اؤ دپاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري بیا خبرداری ورکړی دی چې دغه ائیني ترمیم کې لاسوهنه به په وفاق برید وي.

دپاکستان جیو ټي وي سره خبرو کې دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي اتلسم ائیني ترمیم کې دبدلون په اړه ویلي دي چې دمرکز اؤ صوبو ترمنځ اختلافات په هر دور کې وي اؤ د وسیلو په ویش اختلافات هم دمعمول خبره ده.

هغه ویلي دحکومت مخې ته تر اوسه داسې یو وړاندیز هم نه دی پروت چې ګنې دسندهـ صوبې اختیارات وتروړي خو تیره میاشت وزیراعظم عمران خان کراچۍ کې میډيا ته ویلي وؤ چې اتلسم ائیني ترمیم وزیراعلی ته دیو پوځي امر هومره اختیارات ورکړي دي اؤ دې ترمیم ته بیا کتنه ضروري ده.

په عین حال کې دپاکستان پخواني صدر اؤ دپیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ویلي چې ځېنې خلک د اتلسم ائیني ترمیم دختمولو خوبونه ویني خو ددوئ دا خوبونه به کله هم پوره نه شي.

پخپل یو بیان کې اصف علي زرداري ویلي “د اتلسم ائیني ترمیم دلارې صوبو خپلواکي ترلاسه کړې ده اؤ دا ترمیم د وفاق اؤ‌صوبو ترمنځ یو تړون ؤ ځکه نو دې کې لاسوهنه به په وفاق دبرید برابر خبره وي”

هغه ویلي په هیواد کې باید ټولې ادارې د پارلیمان درناوی وکړي ځکه چې پارلیمان تر ټولو ستره اداره ده اؤ هر فرد اؤ اداره په ائیني توګه مسولیت لري چې هغه پارلیمان ته درناوي ورکړي

دپاکستان په ائین کې اتلسم بدلون کال ۲۰۱۰ م کې دپیپلز ګوند حکومت کښې شوی ؤ چې له امله یې نه یوازې صوبو ته زیاتې وسېلې او واکونه ورکړل شوي بلکې د پوځي امرانو په واکمنۍ کې په دستور کښې شوي ډیر ترامیم هم ددې بدلون له امله ختم شوې دی چې یو پکښې د صدر لخوا د پارلیمان ختمولو واک هم شامل دی.

وزیراعظم عمران خان دریځ لري چې دپاکستان پیپلز ګوند حکومت اتلسم ائیني ترمیم کې ځېنې نکتې ډیرې په بیړه سره شامل کړي دي چې هغې ته اوس دبیاکتنې اړتیا ده.

خو دپیپلز ګوند په ګډون دحکومت مخالف زیاتره سیاسي ګوندونه دې ترمیم کې دلاسوهنې سره مخالفت ښایي اؤ حکومت ته یې خبرداری ورکړی چې اتلسم ائیني ترمیم کې بدلون به دهیواد دپاره خرابې نتیجې ولري