شاته

تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۳۸ تنه مړه شوي

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې ۲۷۹ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۸ نور ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جولای ۵ (چنګاښ ۱۵) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۹۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۷۹ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۲۹۵۱ تنو ته پورته شوو.

له یادو پېښو څخه ۲۴ په کابل، ۱۷ هرات، ۱۰ پکتیا، ۱ ننګرهار، ۸۰ بامیان، ۱۴ تخار، ۵ بغلان، ۵ بادغیس،۱۴ لوګر، ۱۱ کندز، ۳۳بدخشان، ۴۳خوست، ۸ کاپیسا، ۵ فراه او ۹ په پکتیکا ولایت کې ثبت شوي دي..

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د هیواد په اوو ولایتونو کابل، هرات، بلخ،تخار، بغلان، کندز او خوست کې د کرونا ویروس له امله ۳۸ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۸۶۴ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په لسو ولایتونو کې د یاد ویروس څخه ۲۰۲ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۹۳۶۶ تنو ته پورته شوو.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس دیکشنبې تر غرمې جولای ۵ (چنګاښ ۱۵) پورې ۵۳۰۸۹۷کسان مړه کړي او څه باندې یوولس ملیونه نور په اخته شوي دي.