شاته

افغان حکومت نن د پاتې طالب بندیانو د برخلیک په اړه پرېکړه کوي ـ صدیقي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د نن ورځې په پای کې به تر دا مهاله د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو د شمېر او پاتې بندیانو د برخلیک په اړه پرېکړه اعلان کړي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن یکشنبه جولای ۵ (چنګاښ ۱۵) پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغان حکومت به د نن ورځې په وروستیو کې تر هر اړخیزو څېړنو وروسته په دې اړه پرېکړه وکړي.

ارګ وايي، د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته ژمن دي، خو زیاتوي چې د طالبانو لخوا د ټولو امنیتي سرتیرو ازادول هم ورته لومړیتوب لري.

صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي چې د طالبانو له زندانونو څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ازادول د بندیانو د تبادلې بهیر د یو عمده اصل په توګه مهم دي.

هغه په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هیواد کې د جنګ د پایته رسېدو او د سولې او ثبات د تامین لپاره له ځنډ پرته د سولې مذاکراتو پیل ته ژمن دی، خو له طالبانو څخه دامنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو اسيرانو ازادول د دولت او ملت لپاره د زندانیانو د تبادلې پروسې د ډېر عمده اصل په توګه مهم دي."

ولسمشر غني تېر اونۍ د (چنګاښ پر۱۱مه) له ملي تلوېزیون سره مرکه ویلي و چې تر راتلونکې یکشنبې پورې به د بندیانو د خوشې کولو طرحه بشپړه شي.

ښاغلي غني همدارنګه ټینګار وکړ که چیري طالبان بندي افغان سرتیري خوشي نه کړي د طالبانو پاتې بندي بندیان به هم ازاد نه کړي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیقي تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت تر دامهاله ۳۸۹۵ طالب بندیان ازاد کړي دي.

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې چې د تیرې فبرورۍ میاشتې پر۲۹مه لاسلیک شوه له مخې باید د افغان حکومت له زندانانو څخه ۵۰۰ طالب بندیان او د طالبانو لخوا هم باید د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندي امنیتي او دفاعي سرتیري ازاد شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین د معلوماتو په اساس د طالبانو له زندانونو څخه تر دامهاله د افغان حکومت ۷۰۸ تنه بندي امنیتي او دفاعي سر تیري ازاد شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تر دې مخکې ویلي چې په ازاد شوو کسان کې زیات یې په امنیتي او دفاعي سرتیرو پوري اړه نه لري.

طالبانو د خپلو ټولو بندیانو ازادول په بین الافغاني خبرو کې د ګډون په هدف د خپل یو اساسي شرط په توګه یاد کړي دي.

دغه ډلې تر دې مخکې ویلي و که چیري د دوی ټول بندیان د دوحې د تړون او لېست مطابق سره سم خوشي شي په یوه اونۍ کې بین الافغاني خبرو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره اونۍ سیمې ته د افغان سولې په اړه د سفر په ترڅ کې پر دواړو لورو غږ وکړ چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو په مخکې خنډونه لیري کړي.

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته هیلي زیاتي شوي خو تر دامهاله د دغو خبرو پلېدو کره نېټه نه ده معلومه شوې.