شاته

ولسمشر غني د یوسف غضنفر مړینه لویه ضایع بللې

د افغانستان جمهوري ریاست تائيد کړه چې په اقتصادي او د سوداګرۍ پراختیا او فقر کمولو په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر د کرونا ناروغۍ لرلو له امله ساه ورکړه.

له ارګ څخه په دې اړه د غمشریکۍ په خپار شوي پیغام کې ولسمشر غني د محمد یوسف غضنفر مړینه د هیواد او نظام لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

تیره شپه د جولای ۳(چنګاښ۱۳) د محمد یوسف غضنفر د مړینې خبر ورکړل شو چې د کرونا ناروغۍ له امله یې ساه ورکړې ده.

ولسمشر غني هغه یو حلیم،خیرخوا ولسي او ملي شخصت بللی چې په وینا یې په یو متحده افغانستان یې باور لاره.

ښاغلي غني د هغه مړینه یوه لویه ضایعه بللې ده:"ارواښاد د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کارونه پیل کړي وو او ویاړم چې یو دغه ډول رښتینی او د خلکو خدمتګار شخصیت مې نږدې همکار و."