شاته

محکمه کې دبېګناه ثابتېدو وروسته دګلالۍ اسماعیل کورنۍ اوس څه قانوني ګامونه اخستی شي ؟

دپښتون ژغورنې غورځنګ د وتلې فعالې میرمن ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل محکمه کې ترهګرو سره دمرستې دتورونو مقدمه کې دبېګناه ثابتیدو وروسته هوډ ښودلی چې هغه به د انساني حقونو دپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

قانون پوهان وایي چې که یو چا باندې د دروغو تورونه ولګول شي نو هغوئ دبېګناه ثابتیدو په صورت کې کولی شي د تلافۍ دپاره د تور لګوونکو په ضد د محکمې تمبه وټکوي.

دپي ټي ایم په فعالې ګلالۍ اسماعیل، د هغې په پلار پروفیسر اسماعیل او مور باندې تیر کال په شپږمه جولایي د ترهګرۍ په ضد پولیسو یوه مقدمه جوړه کړې وه.

مقدمه کې په دوي ټولو تور لګول شوی ؤ چې د میرمن ګلالۍ غیر دولتي اداره "اویر ګرلز" ترهګرو سره مالي مرستې کوي اؤ ددغه ادارې بنکي اکاونټونه ددې مقصد لپاره کارول کیږي.

دغه مقدمه کې پروفیسر اسماعیل او د هغه میرمنې د ترهګرۍ په ضد عدالت نه د ګرفتارۍ نه وړاندې ضمانت ترلاسه کړی ؤ او د پیښور هایي کورټ کې یې د مقدمې خلاف درخواست هم جمع کړی وو.

خو پروفیسر اسماعیل وایس اف امریکا ډیوه ته وایي د ترهګرۍ په ضد عدالت کې څو اوریدنې وشوې او عدالت به حکومت ته بیا بیا ویل چې د لګول شوو تورونو ثبوتونه دې وړاندې کړي خو یو کال کې حکومت عدالت ته ثبوتونه وړاندې کولو کې پاتې راغلو او عدالت مقدمه ختمه کړه.

پروفیسر اسماعیل وایي "دې دوران کې زه تیر کال د عدالت د دروازې نه بهر ونیولی شوم او یوه میاشت مې د پیښور مرکزي زندان کې تیره کړه. په دې خوشاله یم چې عدالت د انصاف فیصله وکړه خو د مقدمې جوړیدو سره سم زما او زما د میرمنې نومونه اي سي ایل یا بهر ته د نه تلو نوم لړ کې شامل شوي وو او هغه اوس هم شامل دي"

هغه وایي اوس به زه عدالت ته درخواست کوم چې دغه بندیز زمونږ نه لرې کړي.

پروفیسر وایي بنکي اکاونټونه مې هم تړل شوي وو او اوس به د هغې د پرانیستو لپاره هم رابطې کوم. خو پروفیسر وایي د بشري حقونو لپاره به خپله مبارزه جاري ساتم.

دې لړ کې چې د قانون پوهه او د پیښور هایي کورټ بار ایسوسي ایشن پخواني عمومي سکتر ایاز خان ایډوکیټ نه پوښتنه وشوه چې یو بنده دومره کړاو سره مخ شي او عدالت یې بېګناه وګرځوي نو آیا دا هر څه هوا کې تیر شي که نه دغه بنده عدالت کې د نقصان پوره کولو لپاره درخواست کولی شي؟

ایاز خان وایي د ۵۱۱م قانون مطابق دوئ مقدمه یعني ایف ایي آر هم لیکلی شي او چا چې په دوي د دروغو تور لګولی دی د ۱۹۲م قانون لاندې د تلافۍ غوښتنه هم کولی شي.

ایاز خان وایي داسې قضیې په عمومي توګه حکومت د خپلو مخالفینو په ضد جوړوي تر څو د فشار لاندې یې راولي خو وایي پکار ده چې کوم خلق عدالت بې ګناه وګرځوي، هغوي دې عدالت ته راشي او دداسې تورونو خلاف دې درخواستونه جمع کړي.

بل پلو ته میرمن ګلالۍ اسماعیل هم ډیوه ته ویلي دي په کومه طریقه چې حکومت دوي د ترهګرو په څیر ټول هیواد ته وړاندې کړل، اوس به دوي عدالت کې ددې په ضد درخواست جمع کوي او ورسره یې د پاکستان د پارلیمان او پارلیمان کې دننه د بشري حقونو د کمټې نه غوښتنه وکړه چې د حکومت له اړخه دداسې بشر ضد ګامونو نوټس واخلي.