شاته

وینزویلا د اروپايي ټولنې د استازې د شړلو پرېکړه بېرته واخیسته

د وینزویلا حکومت اعلان کړی دی چې ولسمشر نیکولاز مادورو له هغه هېواد څخه د اروپايي ټولنې د استازې د شړلو پرېکړه بدله کړې ده.

ښاغلي مادورو د دوشنبې په ورځ په وینزویلا کې د اروپايي ټولنې استازې ازابیل برېهانټ پېدروسا ته ۷۲ ساعتونه ورکړي و چې له هغه هېواد څخه ووځي.

هغه دا پرېکړه له هغه وروسته وکړه چې اروپايي ټولنې مادورو ته په نژدیو ۱۱ چارواکو د سفرونو بندیز ولګوه او د هغوی پانګې یې کنګلې کړې.

د وینزویلا د بهرنیو چارو وزارت سیمه ییزو رسنیو ته د پنجشنبې په ورځ جولاۍ۲ (چنګاښ۱۲) وویل چې ولسمشر دا کار د ښه نیت او له اروپايي ټولنې سره د خبرو د روان ساتلو په خاطر کړی.

وايي اروپايي ټولنه باید په وینزویلا کې د روانو چارو په اړه ناپییلې او بېطرفانه دریځ ولري.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې او وینزویلا د چارواکو تر منځ خبرې پيل شي.

د وینزویلا سیاسي ګوند چې په پارلمان کې اکثریت دی د ولسمشر مادورو دا پرېکړه غندلې او هغه یې د نه منلو یو اقدام بللی و.