شاته

زلمی خلیلزاد د منځنۍ اسیا هیوادونو د چارواکو سره د لیدنې وروسته اسلام اباد ته رسیدلی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د منځنۍ اسیا هیوادونو د چارواکو سره د لیدنې وروسته پاکستان ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده چې ښاغلي خلیلزاد به د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر سولې، د طالبانو له لورې د تاوتريخوالي د کمولو او د قیدیانو د تبادلې غوښتنه وکړي.

زلمی خلیلزاد پداسې حال کې پاکستان ته رسیدلی چې تېره ورځ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رايټس واچ په خپل یو خپور کړل شوي رپوټ کې ویلي وو چې طالبانو په افغانستان کې د خپل کنترول او اغیز لاندې سیمو کې په خلکو سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.

هیومن رايټس واچ رپوټ زیاتوي سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې په خپلو کړو وړو کې یې ډېر تغیرات او اصلاحات راوستي، خو بیا هم تر کنترول لاندې ځینو سیمو کې نجونو ته د تعلیم اجازه نشته او خلک د بیان او خبرو ازادي هم نلري.

هیومن رايټس واچ رپوټ چې 69 مخونو لري د سه شنبې- ګل په ورځ جون ۳۰ خپور شوی او عنوان دی: "د شکایت هېڅ حق نلری،" د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې تعلیم، ټولنیز محدودیتونه او عدالت."

دا رپوټ د 2019 د جنورۍ د میاشتې راهېسې د 138 کسانو سره د مرکو او مخامخ خبرو په اساس لیکل شوی دی.‌ دغه سازمان وايي چې په هلمند، کندز او وردګ ولایتونو کې یې د طالبانو له مشرانو، قومندانانو، جنګیالیو، د هغوی تر کنترول لاندې سیمو کې یې له ښوونکو، ډاکټرانو، قومي مشرانو، زده کوونکو او نورو اوسېدونکو سره خبرې او مرکې کړي دي.

اسلام اباد ته د رسیدو وړاندې زلمي خلیلزاد د منځنۍ اسیا هیوادونو چارواکو سره پر افغان سولې غږیدلی دی .

ښاغلي خلیلزاد د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزیستان او قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغان سولې بهیر او وروستي پرمختګونو او په دې پروسه کې د منځنۍ اسیا هیوادونو د مهمه رول په اړه خبرې اترې کړي دي.

زلمي خلیلزاد منځنۍ اسیا ته تر سفر وروسته پر خپل ټوېټر لیکلي: "یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمیزې سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره مُهم دی، یوه منځنۍ آسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، به د سیمې او د متحده ایالتونو په ګټه وي. موږ په هر هېواد کې د پانګه ونې او د پولو پر شاوخوا فرصتونو په هکله وغږیدو. موږ دغه راز پر دې غور وکړ چې د سیمې د ودې یو جمعي صندوق به څه ډول وي."

ټاکل شوې ده چې زلمی خلیلزاد له پاکستان وروسته دوحه کې د طالب استازو سره هم وویني.

همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې زلمی خلیلزاد به د ویډيويي کنفرانس له لارې له افغان چارواکو سره هم خبرې اترې وکړي.

بل لور ته د افغان پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وییلي چې د افغان ولسمشر اشرف غني او زلمي خلیلزاد سره یې د افغان سولې پر وروستیو پرمختیګونو د ویډیو کانفرنس له لارې خبرې شوي او د عبدالله عبدالله له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې لیکلي"موږ د تاوتریخوالي پر کمولو، بندیانو تبادله کولو او د افغانانو خپلمنځي خبرو پر پیلولو وغږېدو".

دا پداسې حال ده چې د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د ویډیو کانفرنس له لارې خبرې کړي او د افغانستان د امن پروسې په اړه د نورو موضوعاتو ترڅنګ، له افغانستانه د بهرنیو عسکرو په وتلو یې هم بحث کړی دی.

تمه ده چې بین الافغاني مذاکرات د جولائي په میاشت کې پیل شي، خو طالبان وایي چې د بندیانو د خلاصون ځنډېدل د بین الافغاني مذاکراتو خنډ پاته شوی دی. افغان حکومت تر اوسه ۳۵۰۰ طالبان خوشې کړي او طالبانو تر اوسه د حکومت ۷۰۰ کسان آزاد کړي دي. طالبان تمه لري چې حکومت د دوی پنځه زره بندیان آزاد کړي.

بل پلو ته یو وارې بیا د اروپايي ټولنې سفیرانو په افغانستان کې د تاوتريخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې. او په وروستۍ ګډه اعلامیه کې یې ویلي چې په افغانستان کې حالت ډېر خراب شوی او دا حالت د منلو وړ نه دی.

اروپايي ټولنې په طالبانو غږ کړی چې زر تر زره دې اوربند وکړي.