شاته

پاکستاني پایلټانو د خپلو اسنادو په اړه د عدالتي تحقیقاتو غوښتنه وکړه

د پاکستاني پایلټانو اتحاديي د حکومت په دې دعوو پوښتنې راپورته کړي چې د ۲۶۲ پایلټنانو لایسنسونه یا اجازت نامې مشکوکې دي او ویلي یې دي چې د حکومت په بیانونو کې تضادات موجود دي او په دې اړه دې عدالتي تحقیقات وشي.

د پاکستان د هوابازۍ وزیر غلام سرور تیره هفته ویلي وو چې د مشکوکو اسنادو په سر به ۲۶۲ پایلټان د دندې نه لېرې کړی شي. هغه وویل په مشکوکو اسنادو کې د حکومتي کمپنۍ پاکستان انټرنېشنل ایرلاینز پي ايي ای ۱۴۱ پایلټان، د ایربلو نهه، د ایر سېرین ۱۰ او د شاهین ایرلاین ۱۷ پایلټان شامل دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه په پایلټانو د امتحانون نه ورکولو او د جعلي اسنادو الزامات لګول شوي دي چې په نړیواله کچه یې هم تشویش راپارولی دی او په یو شمېر ملکونو کې پاکستاني پایلټان د جهازونو الوځوولو نه منع کړی شوي دي.

د رویټرز ترمخه پي ایي ای وویل د مشکوکو اسنادو په اړه په حکومتي فهرست کې تضادات دي، د کمپنۍ په یاد کړی شویو ۱۴۱ پایلټانو کې ۳۶ یا خو ریټایر شوي او یا نورو ځایونو ته تللي دي. ایر بلو وویل په فهرست کې یاد شوي اووه پایلټان اوس د کمپنۍ سره نه دي.

د پایلټانو اتحاد وویل د اسنادو په لړ کې دې عدالتي تحقیقات وشي.

د پاکستان سول اېوي اېشن یا ملکي هوابازۍ کمپنۍ ترجمان عبدالستار کهوکهر رویټرز ته وویل دوی سره د تضاداتو په اړه مکمل تفصیل لا نشته خو په دې مسله د هوايي کمپنیانو سره په همکارۍ کار روان دی.

د پي ايي ای د پایلټانو اتحاد پاکستان ایرلاینز پایلټس اېسوسي ایشن وویل په حکومتي فهرست کې د اعلا تعلیم یافته پایلټانو نومونه شامل دي چې خپل ټول امتحانونه یې پاس کړي دي. د تنظیم صدر چوهدري سلمان رویټرز ته وویل د پایلټانو د اسنادو په اړه د راپورته شوې لانجې منصفانه حل غواړي.

د پایلټانو د مشکوکو اسنادو او لایسنسونو مسله تیره میاشت په کراچۍ کې د پي ايي ای د غورځېدلې جهاز د تحقیقاتو نه پس مخې ته راغلي ده. د تحقیقاتو په ابتدايي رپورټ کې ویل شوي چې د غورخیدلي جهاز پایلټانو په حفاظتي اصولو کار نه کوولو او د خطر په اړه خبرداري یې د پامه غورځولي وو. د پي ايي ای په پریوتلي جهاز کې ۹۷ کسان مړه شوي دي.