شاته

په کرمه کې د دوه قبيلو ترمنځه د ځمکې په سر د درېو ورځو راهسې جګړه روانه ده

په قبايلي ضلع کرمه کې د دوه قبيلو ترمنځه د درېو راهسې د ځمکې په سر جګړه روانه ده چې پکې د مرګ ژوبلو خبرونه هم را روان دي. ياده جګړې ته په ټولنيزو رسنيو د فرقه ييزه نښتې نوم ورکول کيږي خو ځايي خلک وايي دا د قبيلو ترمنځ د جايداد په سر جګړه ده.

د کرمې نه يو ځايي خبريال وايي دا جګړه د کرمې د مرکز پاړه چنار څخه 25 کلوميټره لرې جنوب ختيځ پله بلس خېلو صحرا کې روانه ده.

وي او ای ډيوه سره د سيمې نه د ټيليفون د لارې په خبرو کې خبريال محمدعلي توري وويل دا دوه قبيلي دي يوه غونډه خېل او بله پاړه چمکني نوميږي او د دې دواړه قبيلو ترمنځ د زرګونو جرېبه ځمکې په سر جګړه روانه ده.

هغه وويل په ټولنیز رسنیو ځینې خلک دې جګړې ته د سني او شيعه نوم ورکوي خو وايي داسې نه ده، هغه وويل غونډه خېل شيعه او پاړه چمکني سني دي خو دوی ته د نورو کومو خېلونو مرستې نه دي ترلاسه يواځې د دوی ترمنځ جګړه روانه ده او د يو بل پرضد درنه او سپکه وسله کاروي.

توري په جګړه کې د مرګ ژوبلو وايي خو ځايي انتظاميې تراوسه پورې د مرګ ژوبلو پخلی نه دی کړی.

د کرمې مرستيال کمشنر شاه فهد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې يواځې دومره ويلي چې هغه په علاقه کې د يادې جګړې په اړوند په جرګه کې دی، نور يې څه نه دي ويلي.

د شمالي وزيرستان نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی ميرکلم وزير وايي د پخوانۍ فاټا په صوبه کې د ورګډېدو وروسته دلته په قبايلي ضلعو کې د ځمکو په سره ډېرې شخړې جوړې شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل کله چې قبايلي ضلعې په صوبه کې ورګډې شوې بايد په سمدستي ډول د خلکو د ځمکو په سر د شخړو د هواري دپاره کار پېل شوی وی ځکه چې په قبايلي ضلعو کې اوس هم د ځمکو غټه لانجه پاتې ده.

هغه وويل بيا په ځانګړي ډول د کرمې حالات ډېر بدل دي ځکه چې دلته د وړاندې نه فرقه ييزه جګړې شوي او هسې نه چې دا اوسنۍ جګړه هم بل لور ته لاړه شي.

هغه وويل په قبايلي ضلعو کې د ځمکو د مسلو د هواري په لړ کې يې په وروستيو کې د اسمبلۍ په غونډه کې دا خبره راپورته کړې او يواځې دومره ځواب ورته شوی چې په دې کار روان دی.

نزدې يوه مياشت وړاندې د باجوړ او مومندو ترمنځ په مامدګټ سيمه کې د ځمکې په سر لانجه جوړه شوې او دواړه فريقه په يو بل پسې جګړې ته تيار شوي خو بيا يې ترمنځ درېمګړو خبرې کړي خو دغه شخړه لا اوس نه ده هواره شوې او علاقايې جرګې ترې واک اخستی چې دا لانجه به هواروي.

قانون پوهه فهيم مروت وايي قبايلي ضلعې په تندۍ سره په صوبه کې شاملې کړی شوې عدالتي نظام هلته وغځول شو خو د ځمکو ریکارډ نشته.

هغه وايي که اوس د ځمکو کومه مقدمه عدالت ته راځي نو هسې به پرته وي، بايد د ځمکو په سرکاري توګه سپيناوي وشي او هر چاته خپل برخه ښکاره کړی شي او ور وسپارل شي.

د اورکزي ضلعې سره تعلق لرونکی ملک مثل خان اورکزی وايي په قبايلي سيمو کې د پخوا راهسې دا مسلې را روانې وې خو وړاندې به جرګې کېدې خو کله چې دا علاقې په صوبه کې ګډې شوي د ځمکو مسلې سېوا شوي او اوس جرګې هغه رنګ نه دي پاتې، بايد انتظاميه دې په علاقايي کچه د جرګو سره کښېني، سم وېش وکړي او د دې مسلو حل را اوباسي.

قبايلي ضلعې په کال 2018م کې د خېبرپښتونخوا برخه جوړې کړی شوي خو د سيمې خلک وايي د پخوانۍ فاټا په صوبه کې شاملېدو نه پرته په دغه سيمه کې بل داسې يو ګام نه دی پورته کړی شوی چې په سيمه کې ترې ښکاره بدلون راغلی وي.