شاته

پمپیو: د داعش په وړاندې جګړه پای ته نه ده رسېدلې

واشنګټن: په عراق او سوریه کې د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلاف لخوا د داعش پر ضد د بریا تر اعلانېدو له یو کال څخه زیات وخت تېر شوی خو یو جګ پوړي امریکايي چارواکي خبرداری ورکړی، چې ددغې ترهګرې ډلې په وړاندې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه خبرې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ایتلاف د ۳۱ هېوادونو استازو ته د یوې ویډیوې کانفرانس له لیارې وکړې او ورڅخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې دې راضي نه اوسي.

پمپیو وویل، "د داعش په وړاندې زمونږ جګړه دوام لري او دا به تر یوې ټاکلې راتلونکې پورې وي. مونږ ارام نه شو پاتې کېدای."

پمپیو وړاندې وویل، "مونږ باید د داعش جرړې او جالونه له منځه یوسو او په عراق او سوریه کې له داعش څخه په ازادو شویو سیمو کې د ثبات راوستلو لپاره مرسته وکړو."

د ایتلاف د غړو ترمنځ دغه غونډه د کورونا وایرس په اړه د شته اندېښنو له امله د انټرنیټ له لیارې ترسره شوه.

په داسې حال کې چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلاف او خپلواک څارونکي د داعش په بریدونو کې د تېر کال په پرتله راغلي کموالي ته اشاره کوي خو د امریکا د ترهګرۍ ضد چارواکي وايي، چې داعش د بیا جوړېدو او ودې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی.

دوی تېره میاشت ویلي وو، داعش ډله تر پخوا په ظالمانه بڼه د جوړېدو په حال کې ده او د سوریې په ختیځو برخو کې د داعش ډلې تر پخوا په ډېر جرات بریدونه کوي.