شاته

د ایاز نیازي د جنازې مراسم؛ امریکا پر جومات برید غندلی

د خطیب ایاز نیازي د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم نن په کابل کې ترسره کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزازت پر جومات دا برید چې په کې مولوي نیازی او یو بل کس ووژل شول غندلی دی.

د مرکزي او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څانګې په ټویټر کې ویلي چې په وزیر محمد اکبر خان جومات باندې برید کې د مولوي ایاز نیازي سربېره په کابل کې د امریکا د سفارت یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

ټاکل شوې چې د خطیب او د شرعیاتو استاد ایاز نیازي جنازه نن د پنجشنبې په ورځ د جون په څلورمه (غبرګولي ۱۵) له غرمې وروسته د کابل په غازي سټیډیوم کې وشي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس فضل محمد حسیني امریکا غږ ته وویل: "له هغې وروسته د شهید د تدفین مراسم پیلېږي، دی به په غازي محمد اکبر خان جومات سره نږدې هغه سیمه چې جومات سره نږدې ده هلته دی خاورو ته سپارل کېږي".

د ایاز نیازي د جنازې مراسمو لپاره د کابل ښار په مرکزي برخو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او غازي سټیډیوم ته ټولې غځېدلې لارې د موټرو تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.

د وزیر محمد اکبر خان جومات امام محمد ایاز نیازی د سې شنبې په ماښام په جومات کې د یوې چاودنې به نتیجه کې ووژل شو. په دې چاودنه کې یو بل کس هم ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول.

د دغې پېښې په تړاو د څیړنو لپاره تیره ورځ د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د حج او اوقافو وزارت د سرپرست عبدالحکیم منیب په مشرۍ یو پلاوی وټاکه.

ښاغلي غني ویلي چې د پېښې عاملینو ته به سزا ورکړل شي.