شاته

په امریکا کې د توکمپالنې ضد مظاهرو ناڅرگند برخلیک

په امریکا کې د افریقایي الاصله امریکائیانو په مبارزه کې چې د ١٨۴۴ میلادي کال نه پیل شوې په سړکونو د لاریون کولو ترڅنگ په انتخاباتو کې د ونډې تر اخیستو پورې هلې ځلې شاملې دي. له ١٩٦۴ را پدیخوا په دې مبارزو کې گڼ شمېر سپین پوستو امریکایانو هم له تور پوستو امریکائیانو سره گډه مبارزه کړې ده.

د ویسکانسن د پوهنتون د سوسیالوژۍ یا ټولنپوهنې پروفیسره پامیلا اولیور وایي اوس هم لا په هیواد کې د توکمپالنې په وړاندې د مبارزې په برخې کې ډیر څه باید وشي.

پروفیسره اولیور امریکا غږ ته په سکایب باندې مرکې کې وویل چې په اوسنیو مظاهرو کې "د غوسې د ښکارولو او د تشدد ترمنځ باید فرق وکړو. ښکاره خبره ده کله چې انسان وځپل شي، بد چلند ورسره وشي، قهر او غوسه به کوي."

پروفیسره اولیور چې د مدني حقونو د مظاهرو متخصصه ده وایي 'حقیقت دا دی چې واک په لاس کې لري، اکثره سوله ایزې مظاهرو او د مظاهره چیانو قهر ښکارولو ته پام نکوي. که چېرې دوی له پامه وغورځول شي، ډیر مظلوم پاتې شوي خلک په وراني او تاوتریخوالي ته مخه کوي."

پامیلا اولیور وایي ډیر کم خلک شته چې اول انتخاب یې ګډوډي او تاوتریخوالی وي. خو ډیر خلک شته چې که چی غوښتنې یې و نه منل شي، او د دوامداره بد چلند سره مخ کیږي نو ګډوډي او تاوتریخوالي ته مخه کوي. او په حقیقت کې له دې وروسته ددوی خبرو ته بیا پاملرنه وشي"

خو د میرمن اولیور په وینا مظاهرې دوه پایلې لرلی شي؛ اول، د مظاهره چیانو غوښتنې پوره کیږي یا په قدرت کې ناست خلک بیا د دغو خلکو د ځپلو هسې نورې هم زیاتوي.

خو تر اوسه دا روښانه نده چې په امریکا کې روانې مظاهرې به چیرته ورسیږي ځکه ډیر اړخونه پکې ښکیل دي او وضعیت پیچلی دی.

د پروفیسر اولیور سره مرکه دلته کتلی شئ.