BBC
 شاته

"روغتون قرنطین شو، او پکې ایسار ټول ۷۰۰ کسان په کورونا وېروس اخته شول"

Illustration of the Vreden Institute
Image caption په ورډن روغتون کې کابو ۷۰۰ کسان ایسار پاتې وو

د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د سېټ پيټرزبورګ په اورتوپيډي روغتون کې د یوه ناروغ سينه بغل ډېر شوی و. کله یې چې په بدن کې کورونا وېروس مثبت ثابت شو نو هغه مهال د قرنطين له کبله ورډن روغتون ته د تړل کېدو سپارښتنه شوې وه او د چارواکو لخوا تړلی و. د دې اعلان پر وخت روغتون کې ټول کسان هماغلته ایسار شول او د وتلو اجازه یې نه درلوده.

تر اوو سوو ډېر روغتیاپالان او ناروغان اړ وو چې د ۳۵ ورځې نور هم له نړۍ سره بې اړیکې و اوسي او بېل ژوند وکړي. په راتلونکو ورځو کې د ډاکټرانو، نرسانو او ناروغانو په ګډون نږدې ټول ۷۰۰ کسان په کورونا وېروس اخته شول.

د رپوټونو له مخې هلته لږ تر لږه دوه روغتیايي کاروونکي او دوه ناروغان مړه شول. د سېټ پيټرز بورګ مسوولانو لا رسمي شمېرې نه دي په ډاګه کړې.

په یوه بې ساري ګام کې ځينو ناروغانو او د روغتون کارکوونکو پر خواله رسنيو د دغه قرنطين شوي روغتون په اړه خپلې تجربې په مستند ډول وړاندې کړې.

د بي بي سي روسي څانګې هم د دغو کسانو له ډلې له دوو ناروغانو سره خبرې وکړې چې ووايي، څه ورباندې تېرېدل؟

قرنطين ته چمتوالی:

د انځور حقوق Denis Korolev
Image caption په دې روغتون کې هره ورځ ګڼ ایسار کسان په کورنا وېروس اخته کېدل

د اپرېل پر نهمه ورېډن انسټټيوټ د نړۍ پر مخ خپل ورونه وتړل، هغه مهال په دغه روغتون کې ۴۷۴ ناروغان او د روغتون ۲۳۹ کارکوونکي بند پاتې شول.

د دغه انسټټيوټ د چارسمبالي په خبره، دا د سيټ پيټرزبرګ د روغتیايي برخې مشر امر و چې د ټولو عملیاتو یا اپرېشنونو د لغو کېدو او د روغتون د تړلو پرېکړه يې وکړه. موخه يې دا وه چې د وېروس د خپرېدو مخنيوی وکړي.

داسې ښکاري چې هغه مهال دغه روغتون د کورونا وېروس د تشخیص کومه چټکه اسانتیا او ظرفیت نه درلود څو په روغتون کې دننه پر وېروس اخته شوي کسان له روغ رمټو کسانو بېل کړي.

د اپرېل پر اتمه نېټه ډاکټرانو او کمپوډرو یا نرسانو ته وویل شول چې خپلو کورونو ته لاړ شي خو په بله ورځ دې په روغتون کې دننه پاتې کېدو یا بندېدو ته ځانونه چمتو کړي.

یوه ډاکټر په بې پروايۍ سره پر خواله رسنۍ په ډاګه کړه چې ګڼ ډاکټران د روغتون په پارکېنګ کې په یوه په زړه پورې حالت کې له خپلو بکسونو او توکو سره ولاړ و، ته وا د دوبي په رخصتۍ چېرې په چکر یا ساعت تيري ته روان دي.

هېڅ ناروغ دا اجازه نه درلوده چې له روغتونه لاړ شي. یوه ډاکټر پر خواله رسنۍ ولیکل چې د ده په روغتیايي څانګه کې له بستر شویو ناروغانو یې نيمايي هغه عملیات شوي وو او بېرته په ښه کېدو وو.

په خبره یې، هغه شېبه پلان دا و چې د شته مهال وېش له مخې پاتې نورو ته هم روغتیايي خدمتونه ورسولی شي. دی مني چې ده او همکارانو يې د حالاتو نازکي یا ترينګيلتیا بابېزه ګڼلې وه. دا ډاکټر پخپله هم څه موده وروسته ناروغ شو.

د انځور حقوق Alexander Demianchuk/ Getty Images
Image caption په اپرېل کې د کورونا بحران په جدي کېدو د روغتون بهر د امبلانسونو کتارونه ولاړ وو

د ایرینا په نوم یوه ناروغه وايي، د وېروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د ټولې ودانۍ د هوا سېسټم ګل کړای شوی و. د پخلنځي کارکوونکو به د هر وارډ مخکې خواړه پريښي وو، بیا دا د روغتیايي کارکوونکو کار و چې ناروغانو او خپلو نورو همکارانو ته هغه ډوډۍ ورسوي.

په رپوټونو کې جوته شوې چې دغه روغتون کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره چمتو نه و.

هلته هيڅ "پاکه" او یا "په وېروس ککړه" سيمه نه وه په نښه شوې، ځکه چې د وېروس د پېل پر مهال د محافظتي لارو چارو په اړه پوهه کمه وه. ډېر څوک نه پوهېدل چې څنګه ځان خوندي وساتي.

د وخت په تېرېدو سره لارې چارې خلکو ته وروپېژندل شوې، خو وېروس د روغتون تر بندو دروازو رسېدلی او ګڼ کسان پرې اخته شوي وو.

یوه ډاکټر پر یوه خواله رسنۍ په ډاګه کړه چې، "د معاینو پایله په لسو ورځو کې رارسېدله، په دومره موده کې به ټول ناروغ او روغ سره ګډ شوي وو".

د ملګرو لاسنیوی:

د انځور حقوق Denis Korolev
Image caption ګڼ ډاکټران او نرسانې هم په کورونا وېروس اخته شوي وو

یوه بل ډاکټر ولیکل چې د قرنطين يه لومړیو شپو ورځو کې به د روغتون کارکوونکو ته له بهره مرسته رسېده. ملګرو يې لاس‌نيوی کاوه، لکه مخ ماسک، له وېروسه د خوندي پاتېدو او د بدن د مدافع ځواک د لوړولو درمل به يې ورته راوړل.

د اپرېل پر ۱۷ له مسکو پر مخ ځوړندېدوونکي عېنک ډول توکي-چې له یوه بل ته د وېروس د خپرېدو مخه نیسي- هلته ولېږل شول. په روغتون کې بندو پاتې ډاکټرانو د لېږوونکي کس د دغه خېر کار ستاینه او مننه وکړه.

خو د بندو دروازو تر شا-چې د وېروس د خپرېدو خطر پکې ډېر زیات شوی و- چا ته د ځان ساتل ورو ورو په سختېدو وو، ان که دوی به په پرله پسې ډول لاسونه مينځل او که له مخ ماسک په خوله به هم وېدل کېدل خو له خطر سره مخ وو.

لس ورځې او د روغتون تر تړل کېدو نږدې درې اوونۍ وروسته روغتون ته د حکومت له لوري د ساه اخيستنې مصنوعي وسيلې، له وېروسه د ځان خوندي ساتلو ځانګړې جامې، عېنکې او مخ ماسکونه ورولېږل شول.

تر پنځه اوونيز قرنطين وروسته یوازې ناروغانو او هغو روغتیايي کارکوونکو له وېرډن انسټټيوټ د تلو اجازه لرله چې حالت به يې ډېر خراب و، له دوی يې ځينې نورو روغتونونو ته ولېږدول شول.

اوس، د اپرېل تر منځنيو ورځو په سېټ پيټرز برګ کې زیاتره روغتونونه له ګڼې ګوڼې ډک شوي وو ځکه چې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر په ډېرې چټکۍ سره زیات شوی و.

وېرډن انسټټيوټ ته د دې تنظيمول خورا ګران کار و چې ناروغان له خپل روغتونه نورو ته ولېږدوي او ډاکټران پخپله سخت اړ وو چې د نورو روغتونونو همکارانو مرستې ته ورودانګي.

د ناروغۍ خپرېدو زنځیر:

د انځور حقوق Denis Korolev
Image caption ځینې هغه ناروغان چې په لومړي سر کې په ورډن روغتون کې ایسار شوي وو، وروسته نورو روغتونونو ته واستول شول

نادېژده هم په همدې روغتون کې بنده وه. نومړې خبره شوه چې یو بل ناروغ په کورونا وېروس اخته شوی او وروسته مړی شوی دی.‌ څو ورځې وروسته نادېژده پخپله هم په کورونا وېروس اخته شوه.‌

نادېژده وایي، ډاکټرانو پوره هڅه کوله چې د ناروغو کسانو درمنله وکړي،‌ خو وضعیت ډېر خراب و.‌ دا هم د خپګان خبره وه چې پخپله ډاکټران هم په ګڼ شمېر کې په کورونا وېروس اخته شوي‌ وو.‌

نادېژده وایي چې یوه شپېته کلنه نرسه هم په وېروس اخته شوه او وروسته له ناروغۍ مړه شوه.‌

خو په دې ټوله موده کې ډاکټرانو بشري مېړانه وښوده، ان په خپلو پیسو یې د کالیو وینځلو ماشین واخیست او د ناروغانو د درملنې بشپړه هڅه یې وکړه.‌

لانجمن قرنطین:

کله چې په دې روغتون کې د قرنطین موده نیمایي ته ورسېده نو هلته یوې ایسارې نرسې پر یوټیوب یوه ویډیو خپره کړه.‌ په دې ویډیو کې یاده نرسه وایي‌ چې پنځه ځله د کورونا وېروس معاینه یې شوې،‌ خو پایلې یې تر اوسه نه دي ترلاسه کړې.

وروسته همدې نرسې په یوه بله ویډیو کې وویل چې د نه خوړلو اعتصاب پیلوي.‌ دا ویډیو اوس ډیلیټ شوې ده، خو هغه مهال یې په ټوله روسیه کې خلک شاک کړل.‌

ګڼو چارواکو نیوکه وکړه چې په ورډن روغتون کې سم روغتیایي تدابیر نه وو نیول شوي‌ او له همدې کبله هلته اوس ټوله عمله او ناروغان په کورونا وېروس اخته شوي‌ وو.

د انځور حقوق IRINA YEFREMOVA
Image caption په روغتون کې ایسارو کسانو پخپله ځان ته مسکونه جوړ کړل

د می پر درېیمه نېټه د دې روغتون مشر وویل چې په کورونا اخته او روغو کسانو ته یې روغتون کې جلا برخې ځانګړې کړې دي.

خو یو بل ډاکټر چې هلته ایسار و او وروسته د رغېدنې لپاره کور ته ولېږل شو،‌ بي بي‌ سي ته وویل چې په روغتون کې د قرنطین اعلان او هلته د سلګونو کسانو ایسارول ناسمه پرېکړه وه.‌

دغه ډاکټر، چې بي بي سي یې د محرمیت لپاره نوم نه خپروي،‌ وایي‌ چې د معایناتو پایلو کې ځنډ وضعیت نور هم خراب کړ.‌

خو د سېنټ پیټرزبرګ د روغتیا څانګې مشر بي بي‌ سي ته وویل،‌ معاینات د نمونو ترلاسه کېدو سره سم په عادي‌ توګه ترسره شول.‌

بي بي سي له روسي‌ چارواکو پوښتنه وکړه چې د قرنطین په موده کې په ورډن روغتون کې د مثبتو پېښو اصلي شمېر او د مړو شویو کسانو شمېر څومره دی،‌ خو تر اوسه یې له چارواکو په دې اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.‌