BBC
 شاته

فتانه نجیب: د مزار تر جوړېدو مخکې دې د نجیب د مرګ پلټنه وشي

نجیب د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل ته د ۱۹۹۷ کال د سپټمبر پر ۲۷ د طالبانو ننوتلو سره ډاکټر نجیب ووژل شو.

د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب مېرمن فتانه نجیب یوه غږیز پیغام کې وايي، چې د مېړه د قبر جوړولو وړاندي دې د هغه د وژلو مسله وڅېړل شي.

نوموړې د ا غوښتنه له هغه وروسته کوي چې تېره اونۍ د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ډاکټر نجیب قبر ته لاړ.

د ښاغلي محب له دې سفر وروسته د ولسمشر غني یوه سلاکار شاه حسین مرتضوي خپل ټوېټر کې ولیکل چې د ډاکټر نجیب قبر باید جوړ شي.

د پکتیا والي شمیم کټوازی وايي، د ډاکټر نجیب د قبر جوړول یې غوښتل، خو د نوموړي(نجیب) کورنۍ اجازه ور نه کړه.

* د ډاکټر نجیب لور: که سوله وشي پلې د پلار قبر ته ځم

*د ډاکټر نجیب الله ۲۳ تلین، پلویان او مخالفین یې لا هم یادوي

په تازه څرګندونو کې مېرمن نجیب وايي:"د نجیب د دوستانه او صادقانه خدمتونو د لمانځلو او یادولو لپاره به غوره دا وي چې د هغه د مزار تر جوړېدو مخکې د هغه د وژلو علتونه او انګېزې له اړوند خواوو وارزول شي او په داسې حال چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر سیاسي مېلمه هم و، د نوموړي د مرګ حقایق د افغانستان ولس ته ورسول شي".

د فتانه نجیب د دې غوښتنې په هکله بي بي سي کابل کې د افغان چارواکو نظر وغوښت، خو لا یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.

فتانه نجیب له خپل دغه غږیز پیغام سره د ډاکټر نجیب په غږ د هغه څو خبرې هم یو ځای کړي، چې خپلو ملګرو ته په يوه وينا کې وايي، له مرګ وروسته به راتلونکي نسلونه ددوی درناوی وکړي:

"زه فکر کوم چې راتلونکي نسلونه به زموږ قبرونو ته راځي، که قبر هم ونه لرو د ورک سرتېري یوه ورک کارګر په نوم به د ګلونو ګېډۍ ږدي او په موږ او تاسو به ویاړي".

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پکتیا کې د ډاکټر نجیب پر مزار لاس پورته کړی.

فتانه نجیب خپل څو دقیقه یي غږیز پیغام کې زیاتوي چې ورځ تر بلې یې د مېړه سره د ځوان نسل مینه زیاتېږي

مېرمن نجیب خپل پیغام کې زیاتوي وايي، اوس پر عادي خلکو سربېره افغان ملکي او پوځي چارواکي د هغه مزار ته ورځي او په قبر یې د ګلونو ګېډۍ ږدي.

تېره اونۍ پکتیا ته د سفر پر مهال د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ګردېز ته څېرمه مېلن ته لاړ او د ډاکتر نجیب په مزار یې دوعا وکړه.

دا د ډاکټر نجیب له وژل کېدو را هیسې لومړی ځل دی چې داسي یو لوړپوړی افغان چارواکی د هغه مزار ته ورځي.

د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کي طالبانو د کابل نیولو سره ډاکټر نجیب او د هغه ورور شاه پور احمدزی له وژلو وروسته اریانا چوک کې په دار وځړول.

د نوموړي مړی وروسته د پکتیا مرکز ته څېرمه مېلن کې خاورو ته وسپارل شو او له هغه راهیسې یې پر قبر کومه وداني نه ده جوړه شوې.

د پکتیا والي شمیم کټوازی وايي، تېر کال یې غوښتل د ډاکټر نجیب پر قبر وداني جوړه کړي، خو د ډاکټر نجیب کورنۍ اجازه ور نه کړه:

د ډاکټر صیب نجیب د قبر جوړولو اجازه یا علاقه باید د ده کورنۍ وښيي، موږ تیار یو چې نه دا چې دولتي بلکې په شخصي امکاناتو زما په ګډون ډېر کسان شته چې دې برخه کې کار وکړو او مقبره جوړه کړو، خو یو کال مخکې چې موږ دا هڅه وکړه کورنۍ یې را سره جوړه نه وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډاکتر نجیب له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۶ د استخباراتو مشر او بیا تر ۱۹۹۲ کال افغان ولسمشر و.

نوموړی وايي، کورنۍ یې وېرېده چې که دلته یې قبر جوړ شي، ناامني ده، هسې نه څوک یې له منځه یوسي:

هغوی ویل چې اینده کې یې قبر جوړ شي، که کابل کې وي یا دغلته.

والي دا هم وايي، چې کومه هدیره کې ډاکټر نجیب خاورو ته سپارل شوی، هلته یې د زرغونتیا او هدیرې ته د ځناورو د تګ او تخریب د مخنیوي لپاره د انګړ جوړولو کار پیل شوی دی.

والي کټوازی دا هم وايي، چې که یې کورنۍ د قبر جوړولو اجازه ور کړل شي، نو کابل ته یې د لېږد واک د حکومت دی، خو د ده په خبره، لویه پکتیا کې ډېر خلک په دې باور دي چې باید ګردېز کې یې قبر جوړ شي.