امریکا کې له سپنې ماڼۍ سره نږدې د پولیسو او مظاهره چیانو اخوډب
د امریکا متحده ایالتونو د پولیسو په نظارتخونه کې د افریقايي توکمه امریکايي جورج فلوییډ په مرګ پسې د پیل شویو مظاهرو په شپږمه ورځ تاوتریخوالی لا ډېر شوی دی.
بیا هم د سپینې ماڼۍ مخ ته پارک کې مظاهره چیان ټول شوي او د بلوا ضد پولیسو باندې د ډبرو ګوزارونه کوي او د اور لمبې ور ګوزاروي.
پولیس هم د دوی د تیت پرکولو لپاره اوښلن ګاز او د مرچکو سپري کاروي.
که څه هم نږدې څلوېښتو ښارونو کې ګرځبندیز لګېدلی، خو ډېرو خلکو پام نه دی ورته کړی او له همدې کبله ترینګلتیا ډېره شوې.
بلوا ضد پولیسو په نیویارک، شیکاګږ، فلادیلفیا ا ولاس انجلس کې هم له مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی کړی او د تیت پرکولو لپاره یې اوښلن ګاز او بادي مرمۍ کارولې دي.
د پولیسو ګاډي سوځول شوي او څو ښارونو کې هټۍ هم لوټل شوې دي.
د امریکا ملي ګارډ چې د کورني بېړني حالت لپاره ریزرو ځواک دی، وايي، د یکشنبې په ورځ یې پنځه زره کسان د واشنګټن ډي سي په ګډون په پنځلسو ښارونو کې فعال شوي دي.
په دا مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انټي فا په نوم "توندلارې چپۍ او فاشېست ضد" ډلې د دغه هېواد مختلفو ښارونو په تاوتریخجنو مظاهرو کې په لاس لرلو تورنې کړې او ترهګرې ډلې یې وبللې.
له دې مخکې او تېره شپه ولسمشر ټرمپ یوه ټوېټ کې ویلي و چې متحده ایالتونه به انټي فا یوه ترهګره ډله وبولي.
ښاغلي ټرمپ او د عدلیې وزیر ویلیام بار له دې مخکې هم انټي فا او انارشېست ډلې د تېرو شپو په نارامیو کې ښکېلې بللې وې.
مینا سوټا کې تېره دوشنبه د یوه سپین پوستي پولیس په لاس د تورپوستي د وژلو غبرګون کې مظاهرې پیل شوې.
جورج فلویډ هغه مهال د پولیسو حراست کې مړ شو چې یوه پولیس یې پر مرۍ ګونډه ور اېښې وه او هغه چغې وهلې چې سا اېستلی نه شي.
میناسوټا کې چې نوموړی مړ شوی، د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د شنبې په ورځ ملي ګارډ وګومارل شو.
د ټولو انځورونو چاپ حق خوندي دی