شاته

افغانستان سره د اروپايي ټولنې مشروطې مرستې؛ ارګ ستایلې او طالبانو نه

اروپايي ټولنه وايي چې له افغانستان سره به خپلې سیاسي او مالي مرستې په دې شرط روانې ساتي چې په دغه هېواد کې د جمهوریت نظام وي.

افغا حکومت د اروپايي ټولنې دا دریځ ستایلی دی. جمهوري ریاست نن شنبه د مې ۳۰(غبرګولې۱۰) ویلي د افغان سولې بهیر، د افغانستان د بیارغونې او بشري حقونو په برخه کې د ملاتړ په اړه د اروپايي ټولنې د اعلامیې هر کلی کوي.

په اعلامیه کې راغلي دي: "د افغانستان دولت په دې باور دی چې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې ستراتیژيک روابط د ګډو ارزښتونو د پایښت او د ګډو ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې پر خپل ځای پاتې شي."

اروپايي ټولنې ټولنې تېره ورځ (غبرګولی ۹/مې ۲۹) په یوې اعلامیې کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو غوښتنه کړې او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په ساتلو یې تاکید کړی دی.

اعلامیې په افغانستان کې د تل پاتې اوربند غوښتنه کړې او افغانستان سره یې خپلې مرستې مشروطې کړي: " د دې لپاره چې اروپايي ټولنه افغانستان کې د دموکراټیک او جمهوري نظام اصول وساتل شي، خپلې مرستې مشروطوي."

اروپایي ټولنې له طالبانو څخه هم غوښتي دي چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي او د سولې خبرو ته کېني. دغې ټولنې د طالبانو وروستي بریدونه هم غندلي او له ټولو ډلو یې غوښتي چې د دې فرصت نه د سولې لپاره ګټه پورته کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت او ارپايي ټولنې په تیرو دوو لیسزو کې د تروریزم پر ضد مبارزه کړې ده او په دې برخه کې زیاتې قربانۍ ورکړي دي، چې افغانستان بیا د تروریستانو په خوندي مرکزونو بدل نشي.

طالبانو د افغانستان د سولې پروسې څخه د اروپایي ټولنې ملاتړ ستایلی دی خو وايي چې د دغې ټولنې د اعلامیې له ځینو ټکو سره مخالفت دي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د سولې تړون پر بنسټ د امریکا متحدین باید د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.