BBC
 شاته

مېرکل د امریکا سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ټرمپ بلنه رد کړه

ټرمپ او میرکل د انځور حقوق EPA
Image caption سپینې ماڼۍ ویلي چې په امریکا کې د اوو صنعتي ډلو ناسته د بیا پرانيستلو "غوره بېلګه " کېدی شي.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د جون میاشتې په پای کې د اوو صنعتي هېوادونو 'جي اوه' غونډې لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ بلنه رد کړه.

د اغلې مېرکل ویاند د ولسمشر ټرمپ له بلنې مننه وکړه، خو ویې ویل د جرمني صدراعظمه نشي کولی د کورونا وبا له امله دغه سفر وکړي.

د مېرکل ویاند سټیفن زیبرت ویلي، د جرمني صدراعظمه به حالت وڅاري.

سپینې ماڼۍ ویلي چې په امریکا کې د اوو صنعتي ډلو ناسته د بیا پرانيستلو "غوره بېلګه " کېدی شي.

امریکا سږ د اوو صنعتي هېوادونو د غونډې کوربنه ده. په لومړیو کې تمه وه چې ښاغلی ټرمپ به د اوو صنعتي هېوادونو د غونډې کوربه توب د ګلف په کوم لوبغالي کې وکړي، خو نوموړی له نیوکو سره مخ شو او په فلوریډا کې یې ددې غونډې تابیا وکړه.

ښاغلي ټرمپ پخپله غوښتل چې دا غونډه دې په امریکا کې جوړه شي. ټاکل شوې وه دا هېواد په مارچ کې د اوو صنعتي هېوادونو کوربه توب وکړي خو د کورونا وېروس له امله وځنډېدله.

د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن د دې غونډې د جوړېدو ملاتړ کړی او ویلي یې دي"د امکان تر حده" د اوو صنعتي هېوادونو مشران دې باید مخامخ سره وګوري.

د نړۍاوو صنعتي هېوادونو د ناستې اصلي بحث پر سوریې دی

اوو صنعتي هېوادونو د "ترهګرو ډلو" د مالي سرچينو د وچولو پرېکړه کړې

جرمني چې په اروپايي هېوادونو کې ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، د نورو اروپايي هېوادونو پرتله په دې هېواد کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې کمې دي. په دې هېواد کې ۸۵۰۰ تنه د کوویډ-۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا هېواد د کورونا وېروس په کابو کولو کې "نسبي بریا" ته رسېدلې، خو جرمني چارواکي د محدودیتونو لېرې کولو لپاره بیا هم محتاطانه چلند غوره کړی دی.

خو درې میاشتې مخکې کله چې په امریکا کې د کورونا وېروس لومړۍ پېښه ثبته شوه تر اوسه په دې هېواد کې د دې وبا له امله د مړو شمېر له سل زرو اوښتی.