BBC
 شاته

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۶۲۳ نوې مثبتې پېښې

کورونا د انځور حقوق Reuters
Image caption افغانستان کې تر اوسه ۱۳ زره شپږ سوه ۵۹ کسان په کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

افغانستان روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۶۲۳ کسان په کورونا اخته شوي او ۱۱ ترې مړه شوي دي.

افغانستان کې تر اوسه ۱۳ زره شپږ سوه ۵۹ کسان په کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي، پرون یې په بېلا بېلو ولایتونو کې ۹۸۷ مشکوک کسان معاینه کړي چې پکې ۶۲۳ په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي.

کابل کې ۲۷۱، هرات کې ۱۷۹ ننګرهار ۶۷، بلخ کې ۲۳ ،لغمان کې ۱۳، بدخشان او پروان کې ۱۰ـ۱۰، پکتیکا او بامیان کې۹-۹، پکتیا کې ۷، خوست کې ۱۸، لوګر کې ۳، تخار کې ۲، کونړ او دایکندي کې یو یو کس په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

دا وزارت وایي، په ورته مهال له دې وېروس ۱۱ کسان مړه شوي او دې سره له کورونا د مړو کسانو شمېر ۲۴۶ کسانو ته ورسېد.

په دې وروستیو کې د ننګرهار ځینې اوسېدونکو خواله رسنیو کې د داسې ناروغۍ خبره وکړه چې ځینې یې کورونا او نور یې محرقه بولي.

د افغانستا د عامې روغتیا وزارت د دې مسلې ارزولو ته پلاوی واستاوه.

پرون دغه پلاوي وویل، په دې ولایت کې په محرقې اخته کسان کورونا وېروس نیولي دي.

د پکتیکا، هلمند او کندهار په ګدون ځینې نورو ولایتونو کې هم د ورته ناروغۍ خبره کېږي.

د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح پرون په خبري غونډه کې وویل، که څوک فکر کوي چې تره ټکه یې ده، بیا دې هم ځان له خلکو ګوښه کړي.