شاته

د کرونا وایرس د اثراتو له امله د ۴۰ مېلین نه زیات امریکایان بې روزګاره دي

د کرونا وایرس د خپرېدو او د دې له امله اقتصاد ته د زیان په نتیجه کې د مارچ د میاشت راهسې څلوېښت اشاره اووه مېلین امریکایان بې روزګاره شوي دي.

د امریکې د محنت وزارت په ملک کې د بې روزګارۍ په اړه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي خپل تازه رپورټ کې وویل چې د اوړمې هفتې په مقابل تېره هفته د بې روزګارۍ په صورت کې حکومت ته د مالي مرستې دپاره خواستونو کې کمی شوی و.

وزارت وویل تېره هفته دوه اشاره یو مېلین بې روزګاره شویو کسانو حکومت ته د مالي مرستې دپاره خواستونه وکړل، دا په داسې حال کې چې د امریکې په اکثرو ریاستونو کې کاروبارونه په ورو ورو پرانستل کېږي.

د مارچ په میاشت کې شپږ اشاریه نهه مېلین امریکایانو د بې روزګارۍ خواستونه کړي وو.

کرونا وایرس د مخنیوي دپاره شوي لاک ډاون د امرېکی په اقتصاد اثر غورځولی دی. دا میاشت ۲۷ کمپنې دیوالیه شوي دي او ځینې کمپنۍ په مستقل توګه تړل شوي دی.

اپرېل په میاشت د حکومتي شمېرو ترمخه په امریکا کې د بې روزګارۍ شرح څلوارلس اشاریه اووه فیصد وه او د حکومت د اقتصادي چارو مشیرانو اټکل دی چې د می په میاشت کې به دا شرح ۲۰ فیصد یا د دې نه زیاته شي.

په امریکا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مړینې شمېر د یو لک نه زیات شوی دی او ماهرین وايي په اینده میاشتو کې دا شمېره نوره هم زیاتېدی شي.

د کرونا وایرس له امله په اقتصادي توګه د متاثر شویو شهریانو د مرستې دپاره د امریکې کانګرس د اربونو ډالرو منظوري ورکړې ده او صدر ډانلډ ټرمپ دا هفته په ټوېټر وویل ریاستونو ته پکار دي چې زر تر رزه اقتصادي هلې ځلې پرانځي.