شاته

پاکستان کې یوازې د پنجشنبې په ورځ په کرونا وایرس ۳۶کسان مړه شوي

پاکستان کې د زیارت په ورځ نور 36 نور کسان د کرونا وایرس له امله مړه شوي چې دې سره په ګرد هیواد کې په دې وایرس د مړو شوؤ شمیره 1276 ته رسېدلې ده.

دکرونا وایرس له امله تر ټولو زیاتې مړینې په خیبر پښتونخوا ایالت کې شوي چې شمیره یې 425ته رسیږي اؤ دصحت محکمې له مخې په دغه صوبه کې 8483 کسان په کرونا وایرس اخته دي.

پاکستان کې په کرونا د څار مرکز اؤ دصحت محکمې چارواکو ویلي چې د زیارت په ورځ په ګرد هیواد کې د کرونا وایرس 2256تازه پېښې ثبت شوي اؤ 37کسان مړه شوي هم دي.

په نوؤ پېښو کې 1103 پېښې سندهـ ایالت کې مخې ته رغلي اؤ 16د کرونا ناروغان په دغه ایالت کې مړه شوي هم دي .

پنجاب کې د کرونا 919 تازه پېښې ثبت شوی اؤ 19کسان په دې ناروغۍ مړه شوي دي.

همدا شان بلوچستان کې د زیارت په ورځ دکرونا وایرس 80،کشمیر کې پینځه اؤ یوه مړینه،اسلام اباد کې 135 اؤ یوه مړینه اؤ ګلګت بلتستان کې 13 پېښې ثبت شوي دي

پاکستان کې دامهال د کرونا د ناروغانو شمیره 62330 ده چې دې کې تر ټولو زیات ناروغان 25309دسندهـ ایالت،22037دپنجاب،8483خیبر پښتونخوا،3616بلوچستان 651ګلګت بلتستان 2015اسلام اباد اؤ 219دپاکستان د واک لاندې کشمیر سره تړاؤ لري.

دصحت محکمې چارواکي تر اوسه پاکستان کې 20231 ناروغان د کرونا وایرس د وبا څخه روغ شوي هم دي.

دخیبر پښتونخوا د صحت محکمې د چهارشنبې په ورځ ویلي وؤ په دغه صوبه کې نهه نور کسان د کرونا وایرس له امله مړه شوي دي

پاکستان کې د کرونا وایرس د خوریدو دا بهیر وروسته له هغې چټک شوی چې دپاکستان حکومت په دې وروستیو کې لاک ډاؤن کې دنرمښت اعلان وکړو اؤ دبازارونو اؤ روزګارونو پرانستو ترڅنګ یې دپبلک ټرانسپورټ یا دسورلیو دګاډو د چلند اجازه هم ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې دصحت د محکمې پوهان پرله پسې وایي چې دکرونا د ناروغانو دشمیرو زیاتیدو په صورت کې دخلکو د ژوند ژغورنې دپاره حکومت ته دلاک ډاؤن ختمولو پځائ نور هم احتیاطي ګامونه اخستل پکار وؤ.

دچین د ووهان ښار نه خور شوي کرونا وایرس تر اوسه په ټوله نړۍ کې 5,809,544 کسان اغیزمن کړي یا ناروغه کړي اؤ 357,823 کسان ددې وایرس له امله مړه شوي هم دي.

خو نړیوالې شمیرې بیا ښایي چې تر اوسه 2,512,732 کسان له دې ناروغۍ بیرته هم جوړ شوي د